شاته

نبي: کپتاني سخته دنده ده، هیله لرم ښه ولوبېږو 

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان محمد نبي له کپتان کېدو وروسته په لومړي ځل په خپلو رسمي خبرو کې وویل چې کپتاني سخته دنده ده خو هیله لري چې لوبډله یې نړیوال جام کې ښه ولوبېږي.

د کرکټ نړیوالې شورا د لوبډلو د کپتانانو سره د مرکو په ترڅ کې، تېره ورځ ورځ د افغانستان، بنګله دېش او پاپوا نیوګینې کپتانان په یوې انلاین غونډه کې کښینولي وو او نړیوال جام ته یې د تیاریو په اړه یې ترې پوښتنې کولې.

محمد نبي په خپلو خبرو کې هیله وښوده چې د افغانستان د کرکټ ټیم به په نړیوال جام کې ښه ولوبېږي او زیاته یې کړه چې " د نړیوال جام تر پای پورې ولاړ به ولاړ شو. "

د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته څلور لوبډلې وځي چې بیا له دې ډلې یې دوه پایلوبې ته وځي. ښاغلي نبي ونه ویل چې له «پای» څخه یې هدف نیمه پایلوبه ده که پایلوبه.

هغه همدغه راز وویل: «ډېر هیجاني یم چې د کپتان په توګه لوبېږم، لوبډله فوق العاده ده. له څه باندې یوې میاشتې راهېسې امادګي نیسي. ویزې په وخت سره ونه رسېدې، خو دوی (لوبغاړو) په قطر کې تمرین وکړ. د قطر او اماراتو موسم یو ډول دی. هیله لرم، ښه ولوبېږم.»

محمد نبي زیاته کړه چې د افغانستان لوبډله او لوبغاړو په اماراتو کې لوبې کړي او له اب او هوا سره ښه بلد دي.

هغه وویل د نورو لوبغاړو تر څنګ د ورو توپ اچوونکو راشد خان، مجیب الرحمن او زما موجودیت د لوبډلې قوت نور هم زیات کړی دی.

محمد نبي شاوخوا یوه میاشت مخکې له هغه وروسته کپتان شو چې مخکني کپتان راشد خان د کرکټ بورډ د مشرتابه او چارواکو د «نه همغږۍ او مشورو ته د نه پاملرنې له کبله» استعفا وکړه.

د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام سیالۍ د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۱۷ (تلې۲۵) پیلیږي چې اوله لوبه یې د عمان او پاپوانیوګینې ترمنځ‌ ده. ټول ۱۶ لوبډلې په کې لوبیږي.

افغانستان له هند، پاکستان او نیوزلنډ سره په یو ګروپ کې دی او اوله لوبه یې د اکتوبر په ۲۵ نېټه ده. افغانستان تر رسمي لوبو مخکې د دوشنبې په ورځ له جنوبي افریقا سره یوه تمریني لوبه لري. د افغانستان د کرکټ لوبغاړي اماراتو ته رسېدلي دي او له درې ورځې قرنطین وروسته به لوبو ته ستانه شي.