شاته

دپښتونخوا ضلعي روغتونونه د اولس روغتیایي اړتیاوې تر کومه حده پوره کوي؟

د صحت څانګې سره تړلي کارپوهان وایي دخیبر پښتونخوا صوبې دسر ښار پېښور دریوؤ غټو روغتونونو لیډي ریډنګ، خیبر ټیچنګ او حیات آباد میډیکل کمپلکس کې د تکنیکي طبي آلاتو معامله تر یو حده سمه ده خو د صوبې نورو ضلعي مرکزي روغتونونو کې یا خو د سره آلات نیشته او یا هم د ډیرې مودې نه خراب پراته دي.

د ځوانانو ډاکټرانو د اتحادیې یا ینګ ډاکټرز ایسوسي ایشن صوبایي صدر ډاکټر اسفندیار بیټنی وایس آف امریکا ډیوه ته وایي نوؤ ضم شوو ضلعو کې خو د طبي آلاتو ستونزه د نورو ضلعو نه هم خرابه ده.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "که مونږ غټو ټیچنګ روغتونونو ته وګورو لکه د سوات، بنو، ډیره اسماعیل خان او داسې نور. نو وخت په وخت دغلته د سټي سکین مشینان اکثر خراب وي"

نوموړی وایي "دطبي الاتو دخرابۍ زیات فشار په مرکزي روغتونونو یعني لیډي ریډنګ یا ایچ ایم سي غورځیږي. که مونږ د نوو ضم شوو ضلعو خبره وکړو نو هلته خو سټي سکین یا ایم آر آیي لویه خبره ده. هلته د الټرا ساونډ کولو مشینان او د هغې چلونکي ماهران هم نیشته"

ډاکټر بیټنی زیاتوي د طبي آلاتو د نیشتوالي یا خرابتیا په وجه رنځوران مجبوره وي چې هم دغو ضلعو کې شخصي لیبارټرو نه په زیاته بیعه معاینات وکړي او یا هم د پیښور روغتونونو ته راشي.

نوموړی وایي دلته چې سرکاري روغتونونو ته رنځوران راشي نو د ایم ار ایي یا سټي سکین نیټه ورته د دوو نه تر پنځوؤ میاشتو پورې ورکړی شي. رنځوران مجبوره وي چې یا خو د روغتون لخوا د ورکړل شوې نیټې انتظار وکړي او یا هم په زیاته بیعه د شخصي لیبارټرو خدمات تر لاسه کړي.

خو د حیات اباد میډیکل کمپلیکس (ایچ ایم سي) میډیکل ډایریکټر ډاکټر شهزاد اکبر خان وایي دلته د ایم ار ايي، سټي سکین او الټرا ساونډ ټول مشینان فعاله دي. چاته چې زیات ضرورت وي. د هغوي معاینات زر وشي خو وایي مونږ مریض ته دومره اوږده نیټه نه ورکوؤ.

"مونږ چې مریض ته وخت ورکوؤ نو دا د مریض په څرنګوالي اړه لري. څه مریضان داسې وي چې هغوئ ته سمدستي د معایناتو ضرورت وي نو مونږ د هغوي معاینات په هاغه ورځ وکړو. ځینو ته بیا وخت ورکړو خو دا وخت دوه میاشتې نه بلکې زیات نه زیات دریوؤ هفتو پورې وي خو دا هاغه صورت کې وي چې مریض ته یې سمدستي ضرورت نه وي"

بل پلو ته ډیوه چې د صحت صوبایي وزیر تیمور سلیم جهګړا نه پوښتنه وکړه حکومت به کله ضلعي روغتونونو کې د طبي الاتو ستونزه هواره کړي نو هغه وایي حکومت صرف د آلاتو نه بلکې د پوره نظام بدلولو ارده لري.

د صوبایي وزیر وینا وه "چې کومه پورې ممکنه وي ستاسو په ټول نظام کار کوو. ټولو ضلعي روغتونونو هر یو ته شپیته کروړه روپۍ منظورې شوې دي. دې سره به د ټولو روغتونونو حالت بدل شي. دغه شان صوبې کې د صحت بنیادي هر مرکز ته به کال کې اته لکه روپۍ ورکړی کیږي"

پوهان وایي که حکومت د صوبې ضلعي روغتونونو ته ټولې اسانتیاوې ورکړې نو یو خو به د سرښار روغتونونو باندې فشار کم شي او بل د لرې پرتو سیمو خل; چې پیښور ته په راتګ مجبوره وي. د هغوي قیمتي وخت او nپیسو مصرف کې به هم کمی راشي.