شاته

د سوداګرۍ خونه: افغانستان ته واردات نژدې ۷۰ سلنه کم شوي

په افغانستان کې د تېلو او ګازو په ګډون د لومړنیو خوراکي موادو د بیو د لوړېدو سره هم مهاله د سوداګرۍ خونه وايي، دغه هیواد ته د وارداتو په کچه کې کموالی راغلی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ خو صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي امریکا غږ ته وویل په داسې حال کې چې د افغانستان سوداګریز بندرونه خلاص دي، خو د تیرو څو اونیو راپدېخوا د وارداتو په کچه بې ساری کموالی راغلی دی.

نوموړي زیاته کړه: "اوس مهال مالونه کم راځي مخکې په اسلام قلعه بندر کې د ورځې له ۶۰۰ څخه تر ۷۰۰ موټر ـ کانټېنر راتلل اوس مهال دغه بهیر له ۱۵۰ څخه ۲۰۰ موټرو ته رسېدلی دی.همدارنګه مخکې په شمال کې هم زیات واګونونه راتلل ، خو اوس مهال چې لاره خلاصه ده تګ راتګ کم شوی دی."

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال هیواد ته د وارداتو کموالی په افغانستان کې بانکي او ځینې نوري ستونزې په ځانګړي ډول د سوداګرو له خوا هیوادونو ته د پیسو نه انتقال ښيي.

د بیو لوړوالی

ښاغلي الکوزي د تېلو او ګازو او نورو خوراکي موادو د بیو لوړېدو یو بل لامل هیواد ته د وارداتو کموالی یاد کړ او ویې ویل چې د ژمې په نژدې کېدو سره تقاضا زیاته شوې خو عرضه کمه شوې ده.

تر دې مخکې هم د افغانستان د سوداګرۍ خونې ویلي و چې د وارداتو د کموالي له امله په دغه هیواد کې د لومړنیو خوراکي توکو او ګازو او تېلو بیې لوړې شوي دي.

اوس مهال د کابل په بازارونو کې د یو کیلو مایع ګازو بیه ۹۰ افغانۍ، یو لېټر پټرول بیه ۷۲ افغانۍ او یو لېټر ډېزلو بیه ۶۰ افغانۍ ده.

په داسې حال کې پر کابل د طالبانو له حاکمیت څخه شااوخوا دوې میاشتې تیریږي خو تر دا مهاله په په افغانستان کې سیاسي او اقتصادي وضعیت نور مال حالت ته نه دی ګرځېدلی او لومړنیو توکو ترڅنګ د ګازو او تېلو بیې جګې شوي او زرګونه کسان هم ورسره بېکاره شوي دي.

په داسې حال کې چې په کابل کې د طالبانو حکومت ویلي چې دولتي کار کوونکو ته یې د معاشونو ورکولو بهیر پیل کړی، خو ځیني دولتي مامورین وايي چې لا یې معاشونه نه دي ورکړل شوي.