شاته

امریکا د ګوانتانامو د دوو بندیانو له ازادیدو سره موافقه کړې

د امریکا د دفاع وزارت له خوا د خپرو شویو حکمونو له مخې، د امریکا دولت په کیوبا کې د ګوانتانامو له نظامي زندان څخه د جګړې د دورې د ۳۹ بندیانو له ډلې د دوو نورو بندیانو له ازادیدو سره چې کلونه بندیان دي ،موافقه کړېده.

د ګوانتانامو د څیړنې د بورډ له خوا د خپرو شویو اسنادو له مخې، یمني سند الاسلام الکاظمي او افغان تبعې اسدالله هارون ګل چې په هارون الافغاني مشهور دی، د اکتوبر په ۷ د خوشي کیدو تائید ترلاسه کړی دی.

الکاظمي چې ۵۱ کاله عمر لري او د القاعده شبکې د بنسټ ایښودونکي اسامه بن لادن د ټیټې کچې ساتونکی وو، د ۱۷ کلونو راهیسې په ګوانتانامو زندان کې بندي دی.

کاظمي د ۲۰۰۲ کال په نومبر میاشت کې په دبۍ کې ونیول شوه او بیا په بل کال امریکایي مقاماتو ته وسپارل شو. هغه بیا د CIA له خوا افغانستان کې تر څیړنو لاندې ونیول شو او په ۲۰۰۴ کال کې ګوانتانامو ته ولیږدول شو. نوموړی د ډیرو کلونو راهیسې یو ستر تهدید ګڼل کیده.

د څیړنې بورد چې جګپوړي امریکایي امنیتي چارواکي هم پکې دي، په یمن کې بې ثباته حالت ته په کتو، سپارښتنه کړې چې کاظمي دې ګاونډي هیواد عمان ته ولیږدول شي. یمن د ګوانتانامو د بندیانو لپاره د توان بخشي یو پروګرام لري.

له دې چې کاظمي د یوه ستر تهدید په توګه د کلونو لپاره په ګوانتانامو کې له محاکمې پرته بندي وو د هغه د خوشي کیدو حکم"په افراطي سازمان کې د هغه د رهبري رول نه شتون او د القاعده له غړو سره د هغه د همکارۍ کموالی بیان کړی دی."

۴۰ کلن اسدالله هارون ګل چې د ۲۰۰۷ کال له جون څخه د یوه اسلامپاله ملیشه قومندان او د القاعده د قاصد په توګه په ګوانتانامو کې بندي دی، په لومړیو کې "خطرناک شکمن ترهګر" ګنل کیده.

د څیړني بورد یو کال مخکې د هغه خوشي کیدل رد کړل، خو نوی حکم "په تندلارو سازمانونو کې د هغه د رهبري رول نشتون او د هغه د پخوانیو اعمالو لپاره د یوې مشخصې ایډیولوژي د مبنا نشتون" او همدارنګه د "تیرو کړنو څخه پيښماني" بیان شویده.

د نویو حکمونو له مخې، د ګوانتانامو د ۳۹ بندیانو له ډلې څخه ۱۲ بندیان د خوشي کیدو لپاره پر شرایطو برابر ښودل شوي دي.

اوس پکار ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له هغو هیوادونو سره چې احتمالا دا کسان ترلاسه کوي‌ او نظارت یې کوي، د ترتیباتو په اړه بحثونه وکړي.

اسدالله هارون ګل، کیدای شي د طالبانو حکومت ته چې په اګست میاشت کې یې پر افغانستان واکمني بیا ټینګه کړه، وسپارل شي.

وروسته له هغه چې د امریکا پخواني جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د ګوانتانامو زندان د بندیانو آزادیدل وځنډول، اوس داسې لیدل کیږي چې جمهور رئیس جوبایډن غواړي د یاد زندان څخه ډیر بندیان ازاد کړي.

د ګوانتانامو د ۲۷ نورو بندیانو له ډلې څخه چې خوشي کیدل یې تائید شوي ندي، د سپټمبر د ۱۱ د بریدونو د اصلي طرحه کوونکي خالد شیخ محمد په ګدون د لسو کسانو محاکمه اوسمهال روانه ده.

دوه نور کسان مجرم ګڼل شوي ‌او د نورو برخلیک لا معلوم ندی.