شاته

بایډن له افریقا سره په زیاته کچه د واکسین د مرستې ژمنه وکړه

د امریکا جمهور رئیس جوبایډن د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۴ (تلې ۲۲) د افریقا له وچې سره په پراخه کچه د کویډ نولس د واکسین د مرسته کیدو ژمنه وکړه.

نوموړي‌ په داسې حال کې له افریقا سره د کرونا واکسین د مرستې ژمنه وکړه چې هغه د لومړي افریقایي مشر په توګه د کینیا جمهور رئیس اوهورا کینیاتي ته په سپینه ماڼۍ کې ښه راغلاست ووایه.

د امریکا او کینیا جمهورو رئیسانو په دې ملاقات کې ژمنه وکړه چې د اقلیمي بدلونونو او د افریقا په هوران سیمه کې به د تاوتریخوالو د ختمیدو لپاره مشترک کار کوي خو ظاهرا لیدل کیږي چې د تجارت د قرار داد په اړه د کینیا د هیلې په برخه کې پرمختګ نشته.

جمهور رئیس جوبایډن ژمنه وکړه چې امریکا به پر ۵۰ میلیونه استول شوي واکسین سربیره، دفعتا له افریقایي ټولنې سره د جانسن اند جانسن ۱۷ میلیونه دوزه واکسین مرسته وکړي.

بایډن وویل:" زه غواړم له کینیا او ټولو افریقایي هیوادونو سره خپل روابط تقویت کړم. خو کینیا مهمه ده."

د کینیا جمهور رئیس له بایډن سره په ملاقات کې وویل‌:"د یوې وچې په توګه موږ د خپلو وګړو د واکسین په برخه کې د نورې نړۍ څخه وروسته پاتې یو."

بایډن ژمنه کړې ده چې واشنګټن به د واکسین په برخه کې د رهبري رول ادا کوي خو دا په داسې حال کې ده چې اوس هم د امریکا په یو شمیر برخو کې ویروس په لوړه کچه پاتې دی ځکه خلک واکسینونو له اخیستلو ډډه کوي.

کینیا چې اوسمهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشري کوي، په ګاونډي هیواد ایتوپیا کې د جګړو د ختمیدو لپاره تر فشار لاندې ده، هغه هیواد چې په سل ګونه زره کسان له شدیدې لوږې سره مخ دي.

کینیا له ډیره وخته راهیسې د امریکا امنیتي شریکه ده او په بل ګاونډي هیواد سومالیا کې له جهادي ډلې الشباب سره جګړه کوي.