شاته

ترکیه طالبان په رسمیت نه پيژني خو مرستې ته چمتو ده

ترکیې د پنجشبې په ورځ اکتوبر ۱۴(تلې ۲۲) وویل چمتو ده چې په افغانستان کې د بشري کړکیچ د مخنیوي په هدف له طالبانو سره مرسته وکړي ، خو ټینګار یې کړی چې د طالبانو حاکمیت په رسمیت نه پيژني.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د پنجشنبې په ورځ په ترکیه کې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي کوربه وو. طالبان چې له دوو لسیزو وروسته یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شوي دي هڅه کوي چې نړیواله ټولنه یې په رسمیت وپيژني.

خو تر اوسه د طالبانو سرپرست حکومت د پاکستان او قطر په ګډون چې د هغوی اصلي ملاتړي ګڼل کیږي د هیڅ هیواد له خوا په رسمیت پيژندل شوی ندی.

ښاغلي متقي په دوحه کې د امریکا متحده ایالتونو او اروپايي ټولنې له استازو سره تر ملاقات وروسته، د یوه جګپوړي هئیت په مشري ترکیې ته سفر کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دوحې ته د خپل سفر پرمهال غربي هیوادونو ته خبرداری ورکړ چې پر افغانستان بندیزونه لري کړي ځکه دا بندیزونه کولی شي د افغانستان امنیت ډیر وګواښي.

چاووش اوغلو د تړلو ورونو تر شاه د طالبانو له هئیت سره تر ملاقات وروسته، پر افغانستان د بندیزونو د لیرې کیدو په اړه د طالبانو له موقف څخه ملاتړ وکړ.

چاووش اوغلو وویل:‌"موږ د طالبانو له اوسنۍ ادارې سره د تعامل د ارزښت په اړه نړیوالې ټولنې ته وویل. په اصل کې په رسمیت پيژندل او تعامل دوه متفاوت موضوعات دي."

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، باید پرې نښودل شي چې د افغانستان اقتصاد وپاشل شي . نوموړي له هغو هیوادونو څخه چې د افغانستان بانکي‌ حسابونه یې کنګل کړي وغوښتل چې له ځانه نرمښت وښيي څو د دولتي‌ کارکوونکو تنخاوي ورکړل شي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، او له افغانستان څخه په بشپړ ډول د امریکا له وتلو وروسته، یاد هیواد د افغانستان د مرکزي بانک کابو ۱۰ میلیارده ډالره کنګل کړي دي.

د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په ۱۵ نیته کابل ته د طالبانو له داخلیدو وروسته، نړیوال بانک هم په افغانستان کې د پروژو تمویل بند کړ.

د پیسو نړیوال صندوق IMF هم د ۴۵۰ میلیونو ډالرو انتقال چې ټاکل شوېده وه د افغانستان حکومت ته وسپارل شي، ځنډولی دی.

ترکیه د ناټو یوازینی مسلمان غړی هیواد دی چې هڅه یې کړې څو له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، په هغه هیواد کې لویه ونډه ترسره کړي.

جرمني هم اعلان وکړ هغه ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته چې ټاکل شوې وه د افغانستان حکومت ته وسپارل شي، نه لیږدول کیږي.

خو د کابل د نړیوال هوایي د امنیت د تامین په اړه د ترکیې پیشنهاد چې د بشري مرستو لپاره خورا ارزښت لري، د طالبانو د رهبري له خوا رد شو او دوو اړخونو په دې اړه هیڅ پرمختګ هم ندی درلودلی.

ښاغلي چاووش اوغلو امیر خان متقي ته ویلي دي چې د معمولي پروازونو د پیل لپاره د کابل د نړیوال هوایي ډګر امنیت ډیر مهم ګڼل کیږي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي‌ چې د طالبانو پلاوي ته یې وضاحت ورکړی چې د کابل د هوایي ډګر امنیت نه یوازې ترکیې بلکې نړیوال هوایي چلند ته مهم دی.