شاته

د پاکستان هوایي شرکت "پي آی اې" کابل ته پروازونه بند کړل

د پاکستان نړیوال هوایي شرکت (پي آی اې) د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۴ (تلې ۲۲) وویل چې د طالبالنو د مقاماتو د لاسوهنې له کبله چې د قوانینو خپل سر بدلول او ددې شرکت د کارکوونکو ګواښل په کې شامل دي، دغه شرکت کابل ته خپلې الوتنې ځنډولې دي.

دغه ځنډونه وروسته له هغې کیږي چې د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د پاکستان (PIA) او د افغانستان د کام اییر هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې د کابل – اسلام اباد ترمنځ د خپلو ټکټونو بيې د تير معياري بيو په څير تنظيم کړي.

ددې شرکت یو ویاند وویل: "د [طالب] مقاماتو د لاسوهنې په وجه مونږ سر له نن څخه کابل ته د خپلو پروازونو عملیات دروو."

له دې دمخه طالبالنو پي آی اې او کام ایر شرکتونو ته خبرداری ورکړی و چې که خپلې بیې د پخوا په څیر تنظیم نکړي د دوي الوتنې به بندېشي.

د طالبانو له لورې د کابل له نیولو وروسته پي آی اې یواځنی هوایي شرکت و چې افغانستان ته یې تجارتي الوتنې درلودې. ددې شرکت لومړنی تجارتي پرواز د سپتمبر په ۱۳ (وږي ۲۲) د کابل هوایي ډګر ته ترسره شوی و.

له کابل نه اسلام آباد ته ددې شرکت د ټکټ بیه پخوا د ۱۲۰او ۱۵۰ډالرو ترمنځ وه، لومړی دا بیه ۱۲۰۰ډالرو او بیا ۲۵۰۰ډالرو ته لوړه کړای شوه.

دا پداسې حال کې دي چې یو شمیر افغانانو ویلي چې حتی پدې نرخ هم نشي کولای د کابل نه اسلام آباد ته ټکټ ترلاسه کړي.

د پي آی اې شرکت وایي کابل ته یې پروازونه عادي تجارتي خدمات نه بلکې چارتر الوتنې دي او زیاتوي چې خپل پروازونه یې د "د بشر دوستۍ له مخې" ساتلي دي او د هر پرواز لپاره یې ۴۰۰زره ډالره بیمه ورکړې ده.

دغه شرکت په یو بیان کې ویلي: "ددې پروازونو د بیمې بیه دومره زیاته ده چې کابل ته د معمولي پروازونو ترسره کول ناممکن دي، ځکه کابل لاهم د بیمې شرکتونو او د الوتکو اجارې لپاره د جګړې ډګر ګڼل کیږي."

د کام ایر شرکت تر اوسه پدې هکله څه ندي ویلي.

د پي آی ای شرکت همداشان ویلي دي چې ددې شرکت کارکوونکي تل په وروستیو شیبو کې د الوتنې لپاره د مقرراتو او د پرواز د اجازې له بدلونونو سره مخامخ کیږي او طالبان له هغوی سره ناوړه چلند کوي.