شاته

د بخښنې نړیوال سازمان: طالبان باید سمدستي د نجونو ښوونځي پرانیزي

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، طالبان باید سمدستي پرته له ځنډه د نجونو زده کوونکو پر مخ ښوونځي پرانیزي.

د بخښنې نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۱۳ (تلې ۲۱) پخپل راپور کې ویلي چې یو شمير افغان زده کوونکو، ښوونکو او د ښوونځيو مدیرانو له دې سازمان سره د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځيو نه خلاصېدو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان مشرې اګنس کالامارد د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې په افغانستان کې د نجونو د یو پوره نسل هیلې او ارمانونه تر پښو لاندې کیږي.

د بخښنې نړیوال سازمان پخپل راپور کې همدارنګه زیاته کړې چې د زده کړو حق یو اساسي او بشري حق دی په داسې حال کې چې طالبان پر افغانستان حاکمیت لري باید دغه حق پر ځای کړي.

د بخښنې د نړیوال سازمان مشرې په افغانستان کې د طالبانو روان سیاست تبعیضي، ناعادلانه او له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې بللي دي.

دغه سازمان ویلي چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د زده کوونکو په ځانګړي ډول د نجونو زده کوونکو لپاره ځانګړې بودیجه برابره کړي، تر څو د ښوونځیو فعالیت د غیر دولتي بنسټونو لخوا پر مخ یووړل شي.

د بخښنې نړیوال سازمان د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي که چیري دا کار ونشي په افغانستان کې به ګڼ شمېر زده کوونکي له تعلیم څخه بې برخې شي.

طالبانو شااوخوا یوه میاشت مخکې د هلکانو د متوسطه ښوونځیو او لېسو پرانیستلو امر ورکړ، خو تر دا مهاله یې له شپږم ټولګي څخه پورته د انجونو د ښوونځیو پرانیستلو په اړه تصمیم نه دی نیولی.

خو بلخوا ویل کیږي چې په ځينو شمالي ولایتونو کې له لومړي ټولګي څخه بیا تر ۱۲ ټولګي پوري ښوونځي د نجونو زده کوونکو پر مخ پرانیستل شوي دي.

طالبانوو تر دې مخکې ویلي و چې دوی د نجونو لپاره د ښوونځیو پرانیستلو په برخه کې د یو (خوندي چاپيریال) پر رامنځته کولو کار کوي.