شاته

د متقي په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ترکیې ته تللی

د طالبانو د کابینې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۴ (تلې ۲۲) د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره د خبرو لپاره هغه هیواد ته تللی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټویټر لیکلي دي چې ښاغلي متقي او د کابینې نور وزیران به په انقره کې د مرستو، مهاجرت، هوایي ترانسپورت او سوداګرۍ اړوند موضوعګانو خبرې وکړي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته غربي هیوادونو ددې هیواد څخه خپل سفارتونه ایستلي دي، خو د ناټو غړي هیواد ترکیې لاهم په افغانستان کې خپل سفارت پرانستی ساتلی او له نورو هیوادونو څخه یې غوښتي چې د طالبانو سره تعامل ته دوام ورکړي.

خو په عین وخت کې ترکیې دا هم ویلي چې هغه وخت به په بشپړه توګه له طالبانو سره کار وکړي چې هغوی یو ټول شموله حکومت جوړ کړي.

ترکي دپلوماتیکو سرچینو د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اوغلو، د طالبانو د پلان شویو خبرو تائید کړی، خو پدې هکله یې جزییات ندي څرګند کړي.

ترکیه له قطر سره یوځای کار کوي چې د کابل نړیوال هوایي ډګر بیرته فعال او د نړیوالو پروازونو پرمخ پرانستل شي.

د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۱(تلې ۱۹) ښاغلي متقي د نړۍ سره د ښه اړیکو د ټینګولو غوښتنه وکړه، خو د نړیوالې ټولنې د غوښتنو په اړه یې له تبصرې ډډه وکړه چې د نجونو او ښځو د حقونو په ګډون په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندیښنې لري.

د طالبانو پلاوی پداسې حال کې ترکیې ته ځي چې تیره ورځ ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو خبریالانو ته وویل چې هغه او د نورو هیوادونو وزیران په پام کې لري چې د طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته سفر وکړي.