شاته

د پولو د تړل کیدو له امله د افغانستان انار د خرابیدو له خطر سره مخ دي

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د انارو د راغونډیدو فصل پیل شوی دی، خو سږ کال په موټرونو کې بار په زرګونه ټنه دغه خوندوره میوه د خرابیدو له خطر سره مخ ده ځکه پاکستان اکثریت وختونه خپله پوله تړلې او د یاد محصول راټولونکي وزګار پاتې دي.

دغه خوندور محصول چې د ډاکټرانو په وینا صحت ته خورا ډیرې ګټې لري، د افغانستان د جنوب یو له مهمو محصولاتو شمیرل کیږي.

اوس چې دا میوه د پخیدو په حال کې ده افغانستان له دوو میاشتو راهیسې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته له ګڼو مشکلاتو سره مخ شوی دی.

د کندهار ولایت د تازه میوو د ټولنې مشر حاجي ناني آغا د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي:"موږ په دې سیمه کې د باغونو ۱۵ زره کارګران لرو چې د تجارت د فلج کیدو له امله وزګار شوي دي او میوه د خرابیدو په حال کې ده."

دا خوندوره میوه له ونو څخه تر راټولیدو او په کارتنونو کې تر ایښودل کیدو وروسته په موټرونو کې باریږي او بیا پاکستان ته د لیږد په هدف د سپین بولدک په طرف انتقالیږي خو هلته یې سفر خڼدول کیږي.

اسلام آباد که څه هم له افغانستان سره د تجارت د ودې په خاطر پر واردیدونکو میوو ګمرکي تعرفې صفر ته ټیټي کړي خو په ورته وخت کې یې د غیر قانوني داخلیدو د مخنیوي په هدف د عادي افغانانو په تللو هم قیودات زیات کړي دي.

دا کار د پاکستاني‌ چارواکو او د افغانستان د نویو واکمنانو ترمنځ د جنجال د رامنځ ته کیدو لامل هم شوی دی، چیرې چې څو ځله د اعتراض په توګه پوله تړل شوېده.

صادرونکي هیله من دي چې خپل محصولات وپلوري خو د هغوی محصولات په ورځو ورځو حتي په اوونیو په پوله کې بند پاتې کیږي.

حاجي ناني آغا وویل:"دا د ټول افغانستان لپاره یو ناورین دی، ځکه د ټولو افغانانو تجارت د همدې پولې له لارې کیږي."

هر کال د همدې پولې له لارې پاکستان او بیا هند او د خلیج هیوادونو ته معمولا د ۴۰ زره او ۵۰ زره ټنو په شاوخوا کې محصولات صادریږي.

خو په کندهار ولایت کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مشر عبدالباقي بینا په وینا سږ کال تر اوسه یوازې ۴۴۹۰ ټنه محصولات صادر شوي دي.

ښاغلي بینا وویل:"دا محصولات د پلور لپاره تیار دي خو هر څومره چې وځنډول شي په هماغه اندازه یې کیفیت خرابیږي او ارزښت راټیټیږي."

حتي په افغانستان کې د رژیم له بدلیدو مخکې هم د کرنې برخه د وچکالۍ او په څو ولایتونو کې د جګړو له امله سخته زیانمنه شوې وه.

د غرب له ملاتړ څخه برخمن د افغانستان پخواني حکومت او نړیوالو مرسته کوونکو د کلونو راهیسې بزګران دې ته وهڅول چې د کوکنارو د کر کیلي پرځای د انارو په شان میوو محصول ته مخه وکړي.