شاته

په کندز، بلخ او جوزجان کې د نجونو ښوونځي پرانیستل شوي

په افغانستان کې د نجونو د لېسو او منځنیو ښوونځیو د پیل په اړه دوه ګونی چلند.

افغانستان ته د طالبانو له راتګ وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه نه‌ده ورکړل شوې، خو د افغانستان په درېیو ولایتونو کې بیا د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیستي دي.

په کندز، بلخ او جوزجان ولایتونو کې دا مهال نجونې په لېسو او منځنیو ښوونځیو کې په لیک لوست بوختې دي.

د خدیجې جوزجاني لېسې زده‌کوونکې شکیلا ازادي راډیو ته وویل: "زموږ ټولګیوالې هره ورځ ښوونځی ته راځي. موږ له دې وضعیته راضي یو او خوشحاله کېږو که د کانکور ازموینه هم ورکړو او وکولای شو د خپلې خوښې په رشتو کې زده‌کړو ته دوام ورکړو."

شکیلا وایي ټولې ښوونکې یې چې اکثریت‌یې ښځې دي، د پخوا په شان ښوونځي ته راځي.

لیزا په مزار شریف کې د فاطمې بلخي په ښوونځي کې د ۱۲م ټولګي زده‌کوونکې ده.

لیزا د خپلو درسونو د پیل په اړه وايي: "اوس زموږ درسونه روان دي، زه په دولسم ټولګي کې یم او هره ورځ مکتب ته ځم. زموږ ښوونکي هم ښوونځي ته راځي او یوه میاشت وروسته مو ازموینې دي."

بلخ کې د نجونو یو ټولګی او یوه ښوونکې
بلخ کې د نجونو یو ټولګی او یوه ښوونکې

خو په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې کیسه بل ډول ده، ځکه هلته د لېسو او منځنیو ښوونځیو دروازې د نجونو په مخ تړلی دی.

په کابل کې د لېسو او منځنیو ښوونځیو نجونې زده‌کوونکې له شته وضعیت او د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنې دي.

د الفتحې لېسې د یولسم ټولګي زده‌کوونکې مروه وایي: "کوم سیاسي تحولات چې رامنځته شول، د دې لامل شول چې د نجونو برخلیک نا معلوم پاتې شي او موږ د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنې یو. په دې وروستیو کې داسې خبرونه خپاره شول چې د نجونو لپاره هم درسونه پیل شوي او ښوونځیو ته ځي، زموږ غوښتنه هم همدا ده چې د تېر په څېر په ۳۴ ولایتونو کې درسونه پیل شي، ترڅو نجونې وکړای شي خپلو درسونو ته حاضرې شي."

د هلکانو لېسې او منځني ښوونځي د روان کال د وږې میاشتې په ۲۷مه پیل شول، خو د کابل په ګډون، په اکثرو ولایتونو کې د نجونو لېسې او منځني ښوونځي لا نه‌دي پرانیستل شوي.

د دې ترڅنګ، ښځینه ښوونکې هم د طالبانو له لوري خپلو دندو ته نه‌دي ورغوښتل شوي.

کندز کې د نجونو یو ښوونځی
کندز کې د نجونو یو ښوونځی

اوس دغو اندېښنو ته د طالبانو ځواب څه دی؟

د طالبانو په مشرۍ حکومت د رسنیز ټیم غړي بلال کریمي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستې په اړه پر یوه طرحه کار روان دی: "د هېواد په کچه پر یوه برنامه کار روان دی. په نږدې راتلونکي کې به ان‌شاءالله موږ د دې شاهدان واوسو چې د ټولنې د اصولو سره سم یو جامع طرزالعمل جوړ او نجونې به خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي."

خو ښاغلي کریمي په دې اړه جزئیات ورنه‌کړل چې په دې درېیو ولایتونو کې نجونې د کومې طرحې له مخې خپلو درسونو ته دوام ورکوي.

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق، یونېسف او نورو نړیوالو سازمانونو هم له زده‌کړو د افغان نجونو د بې‌برخې کېدو په اړه اندېښنه ښودلې.

یونېسف وایي، افغان نجونو په تېرو ۲۰ کلونو کې د زده‌کړو اوږد مزل وهلی او با کیفیته زده‌کړو ته د دوی د لاسرسي له حقه باید ساتنه وشي.

اړوند مطالب