شاته

کابل کې د مېرمنو لاریون: افغانستان کې پر ښځو له پخوا زیات محدویتونه وضع شوي

یو شمېر ښځو نن په کابل کې په یوې اعتراضیه غونډه کې د خپلو حقونو غوښتنه وکړه، دا ښځې چې شمېر یې له شلو کم وو، د کابل په شهرنو پارک کې راټولې شوې وې.

سره له دې چې دغه هېواد کې پر ښځو له پخوا زیات محدویتونه وضع شوي، خو دوی بیا هم د خپلو حقونوغوښتنه کوي.

د دې اعتراضیه غوندې یوه ګډنواله شکریه سادات یې په اړه وايي:" د نن ورځې مظاهره یو سوله ییز حرکت و، څو مېرمنې سره منسجمه شي، دغه لاریون کې موږ بېلابېل شعارونه درلودل، له پخوا زیاتو ستونزو سره مخ شوي یو، نو ځکه موږ وپتیله چې د کابل په شهر نو پارک کې سره راټول شو."

دې اعتراضیه غونډه کې د ښځو د حقونو فعالانو او د مدني ټولنو غړو ګډون کړی وو.
دې اعتراضیه غونډه کې د ښځو د حقونو فعالانو او د مدني ټولنو غړو ګډون کړی وو.

د اغلې سادات په خبره په دې اعتراضیه غونډه کې د ښځو د حقونو فعالانو او د مدني ټولنو غړو ګډون کړی وو.

له دې وړاندې یو شمېر مېرمنو په کابل، هرات او مزار شریف کې لاریونونه کړي وو چې د طالبانو سخت غبرګون سره مخ شوي وې.

د ښځو په کور کینول، له تعلیم او تحصیله یې راستنول او د دوی وزارت د امر بل معروف او نهي عنی المنکر په وزارت بدلول هغه محدویتونه دي چې طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته پر دوی لګولي دي.

د نننۍ اعتراضیه غونډې یوه بله ګډنواله مریم وايي: "زه ستاسو خور او مور یم، له موږ پرته ژوند نه شي کولی، هېڅ یو حکومت نه شي کولی د ښځو حقوقونه تر پښو لاندې یې کړي، موږ خپل حقوق غواړو."

طالبانو د دې غونډې په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې له دې یې ویلي وو، دوی په یوې طرحې کار کوي چې بر بنسټ یې ښځې د اسلامي شرعیت له مخې کار او زده کړې وکړي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پرانیستو دولتي ادارو کې یوازې نارینه وو ته د کار اجازه ورکړل شوې، خو شته یو شمېر محدودې ادارې چې ښځې کار کوونکې یې هم کارونو ته غوښتل شوي دي.

په دې وروستیو کې د طالبانو په مشرۍ حکومت د پاسپورټ ریاست وویل چې ښځینه کار کوونکو ته یې هم د کار اجازه ورکړې ده.