شاته

د افغان ښځینه کرکټرانو لپاره اسټرالیايي کرکټ لوبډلې خپل دریځ روښانه کړ

د اسټرالیا د کرکټ ټیم لوبغارو د دغه هېواد د کرکټ بورد د هغه پرېکړې ملاتړ وکړ چې ویلي یې و، راتلونکی نومبر به په هوبارت ښار کې د افغان کرکټ ټیم سره خپله لوبه لغوه کړي.

د اسټرالیا د تېسټ لوبو یا سپین بال کېپټان اروون فینچ دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ کړي دي.

هغه ویلي، څو چې په افغانستان کې د کرکټ ښځینه لوبغارو ته د ورزشي فعالیت اجازه ور نه کړل شي، د نوومبر په ۲۷مه نېټه به د افغانستان د کرکټ ټیم سره د پلان شوې تېسټ لوبې د لغو کېدو ملاتړ وکړي.

فینچ زیاته کړې: "له شک پرته چې دا یو ننګونکی وخت دی، خو موږ د اسټرالیا د کرکټ له پرېکړې ملاتړ کوو."

د افغانستان د کرکټ بورد ویاند فرید هوتک ازادۍ راډیو ته به خبرو کې د اسټرالیا د کرکټ ټیم د لوبغارو د وروستي تصمیم په اړه نوی غبرګون ښکاره نه کړ، خو ویې ویل چې د دا ډول څرګندونو پر وړاندې د افغانستان کرکټ بورد پخوانی دریځ پر خپل ځای دی.

د اسټرالیا د تېسټ لوبو یا سپین بال کېپټان اروون فینچ
د اسټرالیا د تېسټ لوبو یا سپین بال کېپټان اروون فینچ

تر دې پخوا د افغانستان کرکټ بورد ویلي و چې د ښځو ورزشي فعالیت ته تعهد لري خو د کرکټ په ډګر کې د نجونو د راتلونکو فعالیتونو د څرنګوالي په تړاو د طالبانو د حکومت د مشرانو پرېکړې ته سترګې په لار دی.

تردې پخوا طالبانو ویلي چې په نجونو د ورزش برخه کې یې بندیزونه نه دي وضع کړي، خو کلتوري مسایل او روان وضعیت سبب شوی څو نجونې د ورزش په ډګر کې خپل فعالیت کم کړي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نارینه لوبغاري شل اوریز نړېوال جام لوبو ته چمتوالی نیسي چې د اکتوبر په ۱۷ مه نېټه به په عربي متحده اماراتو او عمان کې ترسره شي.

په پام کې ده چې 'ای.سي.سي' یا د کرکټ نړیواله شورا د نړېوالو لوبو به درشل کې د خپل بورډ په ناسته کې د افغانستان ښځینه کرکټ لوبغارو د وضعیت په اړه بحث وکړي.

د اسټرالیا ټېسټ لوبو کېپټان اروون فینچ په دې تړاو څرګندونې نه دي کړي، که په نړېوال جام کې افغانستان او اسټرالیا په نیمه پای لوبه کې سره مخ شي، لوبه به ترسره شي او که نه؟