قطر کې انتخابات؛ له ۲۶ ښځینه کاندیدانو هېڅ یوه د شورا مجلس ته انتخاب نهشوه
رأی ورکوونکو د شنبې په ورځ د قطر د شورا مجلس په لومړیو انتخاباتو کې ګډون وکړ، خو دوی په دغو انتخاباتو کې له ۲۶ ښځینه کاندیدانو څخه یوه هم انتخاب نهکړه.
له دې نهیلي کوونکې نتیجې وروسته هم قطرۍ ښځې وايي چې دوی نهدي کمزورې شوي.
په قطر کې د ۴۵ چوکۍ لرونکي شورا مجلس لپاره ۳۰ غړي د انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي او ۱۵ نور غړي د دې هېواد امیر ټاکي. په قطر کې پر سیاسي ګوندونو بندیز دی.
عایشه حمام الجسیم ۵۹ کلنه ده. دا د نرسېنګ مدیره ده او په دغو انتخاباتو کې يې د دوحې له مرخیه ولسوالۍ څخه ځان کاندید کړی و. دې له قطري ښځو غوښتنه کړې چې خپل نظر باید ووايي او په راتلونکي کې پياوړو ښځينه کاندیدانو ته رایې ورکړي.
دې روېټرز خبري اژانس ته ویلي: "دا لومړی ځل دی چې په قطر کې په سیاست کې ښځو ته د برخه اخیستلو فرصت برابر شوی دی."
جسیم ویلي چې لکه نورې ښځې دې هم له یو شمېر نارینهوو اورېدلي وو چې ښځې باید په انتخاباتو کې ګډون ونهکړي، خو دې په خپله رشته کې چې روغتیا ده، پر پالېسۍ تمرکز کړی او غوښتليې د کار او تقاعد په برخو کې کار وکړي.
که څه هم قطر په دې وروستیو کې د ښځو د حقونو په برخه کې یو شمېر اصلاحات راوستلي دي چې پهکې د ښځو په خپلواکه توګه د موټر جواز ترلاسه کول هم شامل دي، خو د بشري حقونو ادارې پر دې هېواد انتقاد کوي چې تر اوسه هم د ښځو لپاره د سرپرست سیستم لري، ښځې د واده، سفر او امېندوارۍ په برخه کې روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي لپاره د نارینه خپلوانو اجازې ته اړتیا لري.
د بشري حقونو نړیوالې ادارې د روان کال په مارچ میاشت کې وویل، کله چې په ۲۰۱۹م کال کې د قطر د سرپرستۍ د سیستم په اړه په مستعار نومونو ټويټونه وشول، دا اکاونټ په ۲۴ ساعتونو کې وتړل شو او د قطر د سایبري امنیت چارواکو له یوې ښځې د یادو ټويټونو په اړه پلټنې وکړې.
ګڼو ښځینه کاندیدانو غوښتل چې په قطري ټولنه کې د هغو بهرنیو کسانو شتون اسانه شي چې د دې هېواد ښځو ورسره ودونه کړي. د قطر ښځې لکه په نورو خلیج هېوادونو کې نهشي کولای تابعیت خپلو کوچنیانو ته انتقال کړي.
په قطر کې یوازې یوه ښځه وزیره ده. حنان محمد الکواري د دې هېواد د عامې روغتیا وزیره ده.