شاته

کابل کې د ښځو لاریون؛ طالبانو یې د خورولو لپاره هوايي ډزې کړي

راپورونه وايي چې طالبانو نن پنجشنبه په کابل د ښځو د حقونو په پلوۍ د یو کوچني لاریون د خورولو لپاره هوايي ډزي کړي دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي، ژورنالېستانو یې لیدلي چې طالبانو د هغو شپږ ښځو اعتراض په تاوتریخوالي خور کړی چې د یوې لېسې مخې ته راټولې شوې وې او له شپږم ټولګې څخه پورته یې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستې غوښتنه کوله.

په ټولنیزو رسنیو کې د دې اعتراض په خپرو شوېو ویډیوګانو کې ښکاري چې طالبان هوايي ډزې کوي او له یوه اعترض کوونکي ټیلیفون اخلي.

معترضو ښځو له ځان سره په لېږدونکي شعار لیکلي وو: "زموږ قلم مه ماتوئ، زموږ کتابونه مه سوځوئ، زموږ ښوونځي مه تړئ."

د فرانسې خبري اژانس په وینا، طالبانو له دوی څخه شعارونه واخیستل او اجازه یې ورنه کړه چې خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.

د ښځو د حقونو د فعالانو له پرله پسې غوښتنو سره-سره، د طالبانو حکومت تراوسه له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته اجازه نه ده ورکړې چې ښوونځي ته ولاړ شي، خو ویلي یې دي چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په پلان کار کوي.