شاته

افغانستان کې يو شمېر رسنۍ د خپلو فعاليتونو 'سانسورولو' ته اړې شوي

په افغانستان کې د ځینو رسنیو پر خپرونو بندیزونه لګول او د خبریالانو د راپورونو سانسورول هغه ستونزه چې د محتوا له اړخه‌یې رسنۍ سختې زیانمنې کړې دي.

اوس یو شمېر افغان خبریالان او د رسنیو مسؤلین وایي، د طالبانو مستقیمو او غیر مستقیمو فشارونو د خپلو فعالیتونو سانسورولو ته اړ ایستلي دي.

دوی وایي، دا مسئله په خپرونو کې د ضعف لامل شوې او رسنيو خپل لیدونکي، اورېدونکي او لوستونکي ورو ورو له لاسه ورکړي دي.

دوی زياتوي، دې وضعیت په ځینو خپرونو منفي اغېز کړی او په یو ډول‌یې د رسنیو او خبریالانو ازادي زیانمه کړې ده.

د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل د چهاشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د تلې ۰۷» ازادي راډیو ته وویل: “کله چې خبریالان د پېښو په اړه راپورونه جوړوي نه‌یوازې دا چې له هغوی سره همکاري نه‌کېږي، بلکې په بېلابېل ډول ګواښل کېږي، د خبریال کاري چاپېریال هم روښانه نه‌دی او فشارونه پرې شته چې له واقیعتونو په سمه توګه راپورونه ورنه‌کړي."

آرشیف، شماری از روزنامه‌های کابل
آرشیف، شماری از روزنامه‌های کابل

ښاغلی کړوخېل زیاتوي، که وضعیت همداسې دوام وکړي د بیان ازادي چې د افغانستان د تېرو ۲۰ کلونو مهمه لاسته راوړنه ده، له لاسه به ووځي.

بل‌خوا د رسنیو او مدني فعالانو د ډلې مشر نصیر اخترزی وایي، دا مهال ډېری رسنۍ تر فشار لاندې دي چې باید دوی ته د خپرونو د خپراوي په برخه کې بشپړه ازادي ورکړل شي.

د رسنیو ځیني مخاطبین بیا وایي چې د تصویري، غږیزو او چاپي رسنیو په خپرونو کې ډېر بدلون راغلی چې محتوا یې اغېزمنه کړې ده.

د کابل یو اوسېدونکي اکمل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د رسنیو خپرونې بدلې شوي، د افغانستان حالت بدل شوی، نو رسنۍ هم ورسره بدلې شوي، له دې مخکې به په رسنیو کې ډول ډول سریالونه وو، په خپرونو کې به پر دولت هم نیوکې زیاتې کېدلې."

خو طالبان بیا پر رسنیو او خبریالانو د سانسور لګول ردوي وایي، سالمه نیوکه د رسنۍ اوخبریالانو حق دی.

د طالبانو د رسنیز ټیم غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، یوازې رسنیو ته داسې یوه تګلاره ورکړل شوې چې د ملي ارزښتونو، د هېواد د ملي ګټو او مقدساتو پر ضد خپرونې ونه‌لري.

ښاغلی کريمي وايي: "د بیان د ازادۍ په برخه کې موږ د سانسور کولو کوم پلان نه‌لرو، خو په کوچنۍ تګلاره کې راغلي چې رسنۍ باید داسې خپرونه ولري چې ملي ګټو ته په‌کې زیان ونه‌رسېږي، ژبنیز، قومي او سمتي اختلافاتو ته په‌کې لمن ونه‌وهل شي، دا هغه څه دي چې د ټولو ګټې په‌کې نغښتې دي."

افغانستان کې دا مهال لسګونه راډیوګانې، ټلوېزیونونه او چاپي رسنۍ فعالیت کوي او دغه‌شان ډېرې نورې رسنۍ بیا په انلاین ډول کار کوي.

خو د طالبانو په لاس د افغانستان په سقوط سره یو شمېر دغه رسنۍ بندې شوي او یا یې هم پروګرامونه محدود او سانسور شوي دي.

اوس‌مهال د افغانستان په اکثرو رسنیو کې موسیقي، ترکي او هندي سریالونه نه‌خپرېږي، ډېری امنیتي، سیاسي او اقتصادي پروګرامونه بند شوي دي او یا هم په سطحي او محدوده توګه خپرېږي.