شاته

جرمني د انګیلا مېرکل مخه ښې ته تیاری نیسي 

په جرمني کې چارواکي‌ وايي ‌ صدراعظمه انګېلا مېرکل واک پرېږدي.

په جرمني کې سبا یکشنبه سپتمبر ۲۶ (تلې۴) انتخابات کیږي او له دغو ټاکنو وروسته به مېرمن مېرکل د واک له کدۍ څخه راکوزیږي.

مېرمن مېرکل ۱۶ کاله د اروپا د یو قوي اقتصاد لرونکي هېواد جرمني مشري وکړه.‌ هغې همدغه راز د اروپا او نړۍ په یو شمېر مسائيلو کې مهم رول ولوبوه.

انګیلا مېرکل په جرمني کې لومړۍ ښځه وه چې صدراعظمه شوه او همدغه راز لومړۍ رهبره وه چې په پخواني ختیځ جرمني کې لویه شوې ده.

کله چې په ۱۹۹۰ کلونو د برلین دیوال ونړول شو او جرمنیان سره یو ځای شول، انګېلا مېرکل د ښځو او ځوانانو وزیره وټاکل شوه.

په لومړیو کې په هغې انتقادونه وو چې د جرمني د پخواني‌ صدراعظم له لورې ټاکل شوې او د هغه تر اغیز لاندې ده،‌ خو ډېره ژر د هغه له اغیز څخه یې ځان وویست او په ۲۰۰۰ کال کې د «کرېشن دموکرات» ګوند مشره شوه.

مېرمن مېرکل په ۲۰۰۵ کې په جرمني کې انتخابات وګټل او له «سوسیال دموګرات» ګوند سره یې ایتلافي حکومت جوړ کړ.

جرمنیان به سبا یکشنبه په فدرالي انتخاباتو کې رایه ورکوي چې د انګیلا مېرکل ځای ناستی/ناستې غوره کړي. مېرمن مېرکل اعلان کړی چې نغواړي د پنځم ځل لپاره هم صدراعظمه شي.

البته د مېرمن مېرکل په دوران کې جرمني له ځینو سیاسي‌ او داخلي ستونزو سره هم لاس او ګریوان و چې د ۲۰۰۸ کال اقتصادي کړکیچ یې د یادولو دی.