شاته

‏طالبانو افغانستان سره د مرستو په اړه د امریکا د پرېکړې هرکلی وکړ 

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د امریکا د خزانې وزارت د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو اجازه ورکوي.

د امریکا د خزانې وزارت تېره ورځ سپتمبر ۲۴ ( تلې ۲)دوه عمومي جوازونه خپاره کړل چې له مخې یې د امریکا حکومت، نادولتي ټولنې او د ملګرو ملتونو په ګډون مشخصې نړیوالې موسسې له طالبانو سره، د بندیزونو باوجود، د بشري مرستو د رسولو لپاره تعامل او همکاري کولای شي.

همدغه راز افغانستان ته د خوړو، درملو او نورو موادو د واردولو او صادرولو اجازه هم ورکول کیږي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي چې دوی د امریکا د هغې پرېکړې هرکلی کوي چې «د خوراکي توکو‏او درمل رسیدو فعالیتونو ته اسانتیاوي»برابروي.

نومړي همدغه راز ویلي دي: «ھیله مندیو چي د امریکا متحدہ ایالاتو په شمول ټول ھیوادونه او نړیوال سازمانونه د افغانستان له حکومت سره د اړیکو ټنکښت او له افغان ولس سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.»

د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنترول دڅانګې مشرې انډریا ګکي تېره ورځ‌ وویل: " دخزانې وزارت ژمن دی چې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د رسولو پروسه تسهیل کړي. "

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان صدراعظم په ملګرو ملتونو کې په خپلو خبرو کې نړیوال وهڅول چې د طالبانو سره تعامل وکړي او د «افغانستان د خلکو په خاطر دې» هم هغوی نه منزوي کوي.

طالبان د اګست په ۱۵ کابل ته ننوتل او له هغه وروسته یې خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه چې ټول په کې «د اسلامي امارت غړي» دي. نړیواله ټولنه ټېنګار کوي چې طالبان باید «همه شمول» حکومت جوړ کړي. نړیواله ټولنه وايي‌ چې طالبانو د «ټولشموله حکومت» د جوړولو ژمنه کړې ده.

تېره ورځ د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان هم وویل چې طالبانو د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو په هکله پخپلو ژمنو وفا نده کړې. هغه وویل دا چې په حکومت کې د افغانستان سیاسي او قومي ځواک پراخ ګډون نلري، "د جدي اندیښنې وړ ده".

د ځینو نورو شرطونو تر څنګ اکثریت هېوادونه وايي چې طالبان همدغه راز باید د بشر او په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته هم درنا وکړي او بیا به د طالبانو اعمالو ته په کتو د هغوی د رسمي پېژندلو او نه پېژندلو پرېکړه کوي.‌