شاته

طالبانو هرات کې د اختطاف په تور د څلورو کسانو مړي ځړولي 

د هرات ولایت څخه راپورونه وايي‌ چې طالبانو د انسان تښتونې په تور د څلورو کسانو مړي د ښار په څلور لارو کې ځړولي دي.

سیمه ییزو رسنیو په هرات کې د طالبانو د والي‌ له خولې لیکلي دي چې دغو څلورو کسانو «یو سوداګر او د هغه زوی تښتولي» وو.

ویل کیږي چې دغه کسان لومړی له طالبانو سره « په نښته کې» وژل شوي او بیا یې مړي په ښار کې ځوړند کړل شوي دي.

د طلوع تلویزون په خپل یو راپور کې ویلي دي‌: «د تښتول شویو او بیا ژغورل شویو کسانو خپلوان وایي چې دغه پلار او زوی د هرات ښار له ۱۲مې ناحیې د دوی د تېلو د پلور د یوې هټۍ له مخې تښتول شوي وو.»

طالبان وايي تېره اونۍ یې هم د سړي تښتوونکو له منګولو څخه یې یو ماشوم ژغورلی دی.

په افغانستان کې اوس ډېرې رسنۍ بندې شوي، سیمه ایز خبریالان هم کم دي او په داسې حالاتو کې سخته ده چې معلومه کړل شوي ځړول شوي کسان «رښتیا هم څوک دي». دا هم معلومه نه ده چې دوی کله او څنګه له طالب وسله والو سره په «نښته کې» وژل شوي دي.

پر دې سربېره طالبانو د کابل په ګډون په ځینو نورو ښارونو کې هم « د غلا په تور» د نیول شویو کسانو مخونه تور کړي‌ او په بازارونو کې یې ګرځولي دي. د بشري حقونو ځینې فعالان انتقاد کوي چې دا «صحرايي محکمې دي» او د بشري حقونو له قوانینو څخه « سرغړونه» بلل کیږي.

د دغو کسانو مړي په داسې وخت کې په هرات ښار کې ځړول شوي چې تېره ورځ د طالبانو د حکومت د زندانونو مسئول مولوي نورالدین ترابي وویل چې د طالبانو د پخواني رژیم د دوران (۱۹۹۶-۲۰۰۱) سزاګانې به بیا عملي کیږي.

ملا ترابي له اسوشیټډ پرس سره په مرکه کې ویلي وو چې «موږ له اسلام څخه پیروي کوو او قوانین به د قران په اساس جوړ کړو» او د «غلو د لاس پرې کول» د نورو د امنیت لپاره ضروري‌ دي.

هغه ویلي‌ دي د طالبانو سرپرسته کابینه د داسې یوې پالیسۍ په جوړولو کار کوي‌ چې آیا له دې وروسته په عام محضر کې شرعي حدود عملي شي که نه.

د نړۍ اکثریت هېوادونه د طالبانو د پېژندلو لپاره د نورو مسائیلو تر څنګ، له طالبانو غواړي‌ چې ثابته کړي هغوی د بشر حقونو ته درناوی لري.