شاته

کرکټ: د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې د بنګله دېش ۱۹ کلنو ته ماتې ورکړه 

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې نن شنبه سپتمبر ۲۵ (تلې درېیمه) په یوې څلورې ورځنۍ لوبه کې د کوربه بنګله دېش د ۱۹ کلنو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

افغانستان دا لوبه پداسې حال کې وګټله چې څلور لوبغاړي یې لا نه و سوځیدلي.
په څلور ورځنۍ لوبه کې هره لوبډله دوې پاڼۍ لري. بنګله دېش په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې ۱۶۲منډې منډې وکړلې.

په لومړۍ پاڼۍ کې افغان لوبغاړو بلال سمیع پنځه، اظهار الحق نوید څلور او کامران هوتک د مخالفې لوبډلې یو لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان لوبډلېبیا په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې ۲۸۱منډې وکړې او په دې توګه یې په بنګله دېش باندې ۱۱۹ منډې زیاتې شوې.

د افغانستان کرکټ‌ بورډ په اعلامیې کې راغلي دي چې افغان لوبغاړي بلال سیدي ۱۱۴، کامران هوتک ۶۶او فیصل خان احمدزي ۳۹منډې وکړلې.

بنګله دېش په خپلې دویمې پاڼۍ کې ۲۲۸منډېوکړېاو د لومړیو پاڼیو منډو ته په کتو، افغان لوبډلې ته یې د ۱۱۰منډو هدف وټاکهاو هغوی هم پوره او لوبه یې وګټله.

په دویمې پاڼۍ کې په افغان توپ اچوونکو کې اظهار الحق نوید څلور، بلال سمیع درې، ننګیال خروټي دوه او ذاهدالله سلیمي د بنګله دېش یو لوبغاړي اوټ کړل.
بلال سیدي د غوره توپ وهنې له کبله د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

دا بنګله دېش او له افغانستان څخه بهر ته د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې لومړی رسمي سفر و.