شاته

په کندز کې ښځینه خبریالانې: طالبان مو رسنیو کې کار کولو ته نه‌پرېږدي

په کندز کې یو شمېر ښځینه خبریالانې وايي، د طالبانو له‌خوا پر دوی په سیمه‌ییزو رسنیو کې د کار کولو بندیز لګول شوی او اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

دوی خبرداری ورکوي، که چېرې دوی ته بېرته په رسنیو کې د فعالیت اجاز ورنه‌کړل شي، نو اړ دي چې هېواد څخه بهر ولاړې شي.

۲۵ کلنه رویا احمدي چې دا يې مستعار نوم دی ازادي راډيو ته وویل: "پخوا ما کابو ۱۰ زره افغانۍ معاش درلود او له همدې لارې مې د خپلې کورنۍ او د وړو خویندو لګښت پوره کاوه. له کله راهیسې چې پر موږ په رسنیو کې د کار کولو بندیز لګول شوی دی. اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ یم."

په ورته مهال کې ۲۴ کلنې نبیلا محمدي چې درې کاله‌یې په کندز کې په یوې سیمه‌ییزه راډيو کې کار کړی وايي، د طالبانو په واکمنېدو سره اوس کار نه‌شي کولای.

هغه له طالبانو غواړي چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او ښځینه خبریالانو ته اجازه ورکړي چې په رسنیو کې کار وکړي.

نبیلا وایي: "زه غواړم چې بېرته په رسنیو کې کار وکړم، خو طالبان موږ ته اجاز نه‌راکوي چې له کوره بهر کار وکړو. که چېرې همدا حالت ادامه پیدا کړي، نو موږ اړ کېږو چې وطن پرېږدو ځکه نور دلته ژوند کول ګران دي."

دوی خبرداری ورکوي، که چېرې بېرته په رسنیو کې د فعالیت اجاز ورنه‌کړل شي، نو اړ دي چې هېواد څخه بهر ولاړې شي.
دوی خبرداری ورکوي، که چېرې بېرته په رسنیو کې د فعالیت اجاز ورنه‌کړل شي، نو اړ دي چې هېواد څخه بهر ولاړې شي.

په شمال ختېځ زون کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسؤل شهباز صابري رسنۍ او د بیان ازادي د تېرو دوو لسیزو ستره لاسته راوړنه بولي او له طالبانو غواړي چې ښځینه خبریالانو ته په رسنیو کې د کار کولو اجازه ورکړي.

صابري وایي: "له بده مرغه لاهم په کندز کې د رسنیو نیمه برخه فعالیت نه‌لري او په سیمه‌ییزو رسنیو کې ښځینه خبریالانې هېڅ حضور نه‌لري. زه هیله‌من یم چې اسلامي امارت ښځینه خبریالانو ته اجازه ورکړي چې بېرته خپلو دندو ته حاضر شي."

خو په کندز کې طالب چارواکي بیا وايي چې تر اوسه پورې له مرکز څخه د ښځینه خبریالانو د فعالیت په اړه دوی ته کوم رسمي مکتوب نه‌دی رسېدلی او باید د یوې مودې لپاره د رسنیو ښځینه کارکوونکې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

د کندز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مطیع‌الله روحاني وايي: "موږ ته د ښځینه خبریالانو د فعالیت په اړه د چارواکو له‌خوا کوم رسمي مکتوب نه‌دی راغلی. اوس‌مهال دې د رسنیو ښځینه کارکوونکې په خپلو کورونو کې پاتې شي. په نږدې ورځو کې به دوی ته په رسنیو کې د کار زمینه برابره شي او بېرته به خپلو دندو ته راشي."

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې د طالبانو له‌خوا نه‌یوازې پر ښځینه خبریالانو، بلکې د ګڼ شمېر دولتي او غیر دولتي ادارو پر ښځینه کارکوونکو هم د کار کولو بندیز لګول شوی دی او دې مسئلې په هېواد کې دننه د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.