شاته

د بګرام پوځي اډه کې چاودنې ۴ کسه وژلي او ۱۴ نور ټپیان کړي

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د قاطع ملاتړ ماموریت وايي، د پروان ولایت د بګرام په پوځي اډه کې نن سهار د بمي چاودنې له امله لږ تر لږه ۴ کسه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د قاطع ملاتړ ماموریت د مطبوعاتي دفتر په یوې اعلاميې کې راغلي، چې د بګرام په پوځي اډې کې میشتو ځواکونو د پیښې ټپیانو ته روغتیايي آسانتیاوې برابرې کړي او د چاودنې د څرنګوالي په اړه یې څیړنې پیل کړې دي.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي امریکا غږ ته وویل، دا چاودنه نن سهار پنځه بجې د بګرام په پوځي اډې کې دننه شوې ده.

د ښاغلي قدوسي پر وینا په دې پیښه کې درې تنه وژل شوي او دیارلس نور ټپیان شوي دي.

خو د پروان ولایت امنیه قومندان وايي جنرال محمدزمان مموزی، چې په دې چاودنه کې درې تنه وژل شوي او دولس نور ټپیان شوي دي.

په دې چاودنه کې ژوبل شوي کسان د بګرام د پوځي اډې روغتون ته لیږدول شوي دي.

د پروان د امنیې قومندان او د بګرام ولسوال پر دغې پوځي اډې باندې د تروریستي برید احتمال رد کړ او ویې ویل، چې ښايي دا چاودنه د نورو عواملو له امله شوې وي.

لا تر اوسه روښانه نه ده چې د دغې چاودنې قُربانیان افغانان دي او که بهرنیان. افغان امنیتي مسوولینو او بهرنیو سرچینو د قُربانیان د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

وسله‌والو طالبانو په یوې اعلامیې کې د دغې چاودنې مسؤولیت منلی او ویلي یې دي، چې د هغوی یو ملګري د بګرام په پوځي اډې کې دننه ځانمرګی برید ترسره کړی دی.