شاته

د ښځو چارو وزارت د نوم بدلون او په اړه یې غبرګونونه

د ښځو چارو وزارت نوم په "دعوت او ارشاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر" بدلولو په کابل کې غبرګونونه را پارولي دي.

په دې وزارت کې ځینو پخوانیو ښځینه کارکوونکو چې په دې اداره کې یې کلونه کلونه کار کړی، دا اقدام د ښځو حقونه تر پښو لاندې کول او له ټولنې د مېرمنو حذف کول ګڼي.

د ښځو چارو وزارت پخوانۍ کارکوونکې چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "نن زموږ بحث د افغانستان د مېرمنو بحث دی چې د نفوس نیمایي برخه جوړوي. هغه مېرمنې چې کلونه کلونه یې مبارزه کړې، تعلیم یې کړی او لوړې زده کړې لري او نن د ښځو چارو وزارت دروازه تړل شوې او تخته یې لېرې شوې او د تختې پر ځای یو بل وزارت د اسلامي امارت له خوا نومول شوی. زموږ هدف دا نه دی چې په دې موقف کې واوسو. زموږ هدف دا دی چې ښځې د اسلامي قانون او حجاب سره سم په حکومتي اداره کې شتون ولري او له خپلو وروڼو سره یو ځای کار وکړي."

په ورته وخت کې د دې وزارت یوه کارمنده چې لس کاله یې په دې وزارت کې کار کړی، د نوم نه اخېستلو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "پرون ما واورېدل چې د ښځو چارو وزارت لغوه شوی او پرځای یې بل وزارت د امر بالمعروف او نهی عن منکر نومول شوی دی. زما لپاره واقعاً دردونکی خبر و، دا د افغانستان اساسي قانون او ټولو بشري حقونو خلاف کار دی. موږ باید یو انسان دومره محدود نه کړو او د انسانانو یوه ډله چې ښځې دي له ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي فعالیتونو څخه محرومه نه کړو او له ټولو هغو فعالیتونو چې د یو بل انسان اړتیا ده."

بل لورته د ښځو د حقونو فعاله او د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ وایي چې د طالبانو دا اقدام د دې ښکارندویې کوي چې دوی په لوی لاس د ښځو هویت وژني: "زه فکر کوم د دغه وزارت نوم د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ته بدلول چې خپله د دوی کړنې منکراتو ته نږدې دي. خصوصاً لکه څنګه چې تاسې ګورئ بې ګناه خلک، عام خلک د په سړکونو کې ډبوي، ډزې ورباندې کوي او حد کې غرمت خلکو ته کوي.زه فکر کوم دې په ښکاره وښوده چې طالبان نه غواړي خلکو سره په تعامل کې ځان شریک وګڼي په یوه جغرافیه کې او د دې تر څنګ دوی وښوده چې هېڅ علاقه مندي نه لري چې نړۍ دوی په رسمیت وپیژني."

د ښځو د حقونو فعاله او د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ
د ښځو د حقونو فعاله او د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ

په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو خلکو د طالبانو دغه اقدام ته غبرګون ښودلی دی.

ځینو د طالبانو دغه اقدام ستایلی او د ښځو چارو وزارت یې غیر مسلکي او سمبولیک وزارت بللی، خو ځینو نورو بیا د طالبانو پر دغه اقدام نیوکه کړې.

د فېسبوک یوه کارونکي لیکلي: "په داسې حکومت کې چېرې چې د ټولنې نیمې برخې حقوق په پام کې ونه نیول شي، دا حکومت به هېڅکله بریالی نه شي."

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو نظر ولري، خو له هڅو سره-سره دا ډله خبرو کولو ته چمتو نه شوه، خو د طالبانو یوه لوړ پوړي چارواکي د دې اوونۍ په پیل کې رویټرز ته ویلي و چې ښځو ته اجازه نه ورکول کېږي چې په دولتي دفترونو کې له نارینه وو سره ګډ کار وکړي.

طالبانو د ښځو چارو وزارت نوم په داسې حال کې بدل کړو چې همدا تیره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اکثریت غړو په رایې یوه قطعنامه تصویب کړه او له طالبانو یې وغوښتل چې یو ټول شموله حکومت جوړ کړي چې په کې ښځې په بشپړ، مساوي او معنوي ډول ګډون وکړي او بشري حقونو ته یې درناوی وشي.