شاته

 پنټاګان ومنله چې تیره میاشت یې کابل کې د داعش پرځای ملکیان وژلي 

د امریکا د دفاع وزارت د جمعې په ورځ د سپټمبر ۱۷( وږي ۲۶) اعلان وکړ چې د اګست په ۲۹ مې په کابل کې د ډرون د شوې حملې څېړنې وښودله چې په دغه برید کې د داعش کسان نه بلکه ملکیان وژل شویدي.

د امریکا د وسله والو ځواکونو د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال فرنک مکنزي وویل "دغه برید یوه غمجنه تیروتنه وه."

له دغه برید وروسته د امریکا د دفاع وزارت چارواکو په دې ټینګار کاوه چې دغه برید په سمه توګه ترسره شوی که څه هم په هماغه پیل کې ویل کېدل چې د ۷ ماشومانو په ګډون په دغه برید کې ۱۰ ملکیان وژل شوي و. رسنیو وروسته د دغه برید په هکله شک څرګند کړ او رپوټ یې ورکړ چې د په نښه شوي موټر چلونکی د یوې خیریه امریکايي موسسې کارکونکی و او د دفاع وزارت دا ادعایې رد کړې وه چې په موټر کې چاودېدونکي توکي بار و.

جنرال مکنزی وویل په دغه موټر وروسته له هغه برید وشو چې دوی ورڅخه د واقعي ګواښ احساس وکړ.

هغه وویل " زه اوس دامنم چې له بده مرغه په دې برید کې د ۷ ماشومانو په ګډون لس کسه ولسي خلک وژل شویدي. همدارنګه زمونږ ارزونه ښيي‌چې موټر او وژل شویو کسانو د داعش د خراسان له ډلې سره تړاو نه درلود او امریکایې ځواکونو ته ورڅخه مستقیم ګواښ متوجه نه و."

جنرال مکنزي د دغې تیروتنې له امله بښنه وغوښته او وې ویل چې متحده ایالات د قربانیانو کورنۍ ته د تاوان په ورکولو باندې فکر کوي.

د امریکا د وسله والو ځواکو عمومي لوی درستیز جنرال مارک میلي له برید دوه ورځې وروسته خبریالانو ته وویل چې دغه برید دقیق برید و او په وژل شویو کسانو کې یو کس د داعش د ډلې مهم غړی و. دغې ډلې د اګست په ۲۶ مې د کابل په هوايي ډګر باندې په ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکايي پوځیان او ۱۶۹ افغانان ووژل.

د جنرال مکنزي له څرګندونو وروسته جنرال میلي د پېښمانۍ اظهار وکړ.

په کابل کې دغه هوايي برید د امریکا د هغه جنګ وروستی برید و چې په ۲۰۰۱ کال پیل شوی و. اوس طالبان یوځل بیا په کابل کې د قدرت واګې په لاس کې لري. په کوم سرعت سره چې طالبانو افغانستان بیرته ونیوه، امریکا یې حیرانه کړه او دې ته یې اړ کړله چې د امریکایانو، نورو بهرنیو اتباعو او افغانانو د تخلیې لپاره د کابل هوايي ډګر ته زرګونه عسکر ولېږي. د تخلیې عملیات چې د اګست په ۱۴ مې پیل شول، ترپایه د داعش د خراسان د څانګې د بریدونو له ګواښ سره مخامخ و.