شاته

طالبانو د ښځو وزارت د "امر باالمعروف" په وزارت بدل کړ

د افغانستان محلي رسنیو راپور ورکړی چې د طالبانو حکومت د ښځو د چارو وزارت د دعوت او ارشاد او امربالمعروف نهی عن المنکر په وزارت بدل کړ.

طالبانو همداراز شیخ محمد خالد د دغه وزارت د سرپرست په توګه معرفي کړی.

د رویټرز خبري اژانس لخوا خپور شوي یو راپور کې ښودل شوي چې نن د سپتمبر په ۱۷مه (۲۶ سنبله) د ښځو د چارو وزارت لوحه لیرې کړې او په ځای یې د نوي وزارت لوحه لګولی ده.

د ښځو د چارو وزارت پخوانیو کارکوونکو نن ددغه وزارت ودانۍ پر وړانې د طالبانو لخوا د وزارت د نوم بدلیدو خلاف مظاهره کړې وه او شعارونه یې ورکول چې ددغه وزارت ودانۍ د ښځو د وزارت ملکیت دی او په همدغه نوم باندې یې د بنسټ ډبره ایښودل شوې وه.

دغه میرمنې ادعا کوي چې طالبانو ورته له تیرې یوې اونۍ راهیسې ویلې چې ژر مو دندې ته راوغواړو او دا چې دوي به بیرته خپلو دندو ته ادامه ورکړي.

په دغې خپرې شوې ویدیو کې یوه میرمن وایي چې د خپلې کورنۍ نفقه ورته تر غاړې ده او که چیرته د ښځو د چارو وزارت بند شي نو دوي به څه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې وړاندې وعده کړې وه چې ښځو ته به د کار او زده کړې فرصت ورکول کیږي.