شاته

کوز دير: د فريقېنو ترمنځ د ډزو په پېښه کې اووه کسان وژل شوي 11 ټپيان

د خېبرپښتونخوا په کوز دير ضلع کې د دوه فريقېنو ترمنځ د ډزو په پېښه کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او د 11 پورې نور ټپيان شوي دي.

د کوز دير د خال تاڼې محرر حیات الله خان (سينير حوالدار) وي او اې ډیوه سره په خبرو کې تاييد کړه چې تيره شپه نزدې نهه بجې د تورمنګ په علاقه کې يوه جنازه وه د هغې نه وروسته خلک بيرته روان وو چې په دغه مهال دا پېښه شوې ده.

هغه وويل د دوه فريقېنو ترمنځ د ځمکې په سر پخوانۍ شخړه را روانه وه او د دغو فريقېنو ترمنځ دا نښته شوې ده.

نوموړي زياته کړه په يو فريق کې د يو پخواني صوبايي وزیر جهانزېب زوی هم وژل شوی دی.

د پولیس افسر په وېنا د ډزو په پېښه کې ځینې درېمګړي کسان هم لګېدلي دي.

هغه وويل د پولیس اضافي نفري علاقې ته رسېدلې او علاقه يې په ګېره کې اخستې ده.

د ګرفتاريانو په اړه نوموړي وويل هغه دغه مالومات نه لري او که څوک نيول شوي هم وي هغه دغلته نه دي راوستل شوي.

د ژغورنې ادارې رېسکيو 1122 ويلي، د پېښې د ځای نه اووه مړي او نور ژوبل يې روغتونونو ته منتقل کړي دي.

مطبوعاتو سره په شريک کړي خبر کې ادارې ويلي، نزدې نهه ژوبل کسان چې روغتيايي حالت يې سخت وو، د پېښور روغتونونو ته وړل شوي دي.

د عوامي نيشنل ګوند مرکزي سیکرټري اطلاعات زاهد خان چې خپله يې تعلق هم د کوز دير سره دی وايي دا د بدقسمتۍ پېښه ده چې شوې ده.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل په پښتنو کې اوس هم په ځمکو مرګونه کيږي دوی پرې افسوس کوي.

هغه وويل که څوک مشران په دې اړه د وړاندې نه خبر وو چې داسې پېښه امکان لري پکار وه چې د مخنيوي کوشش يې کړی وی او بيا حکومتي عملداري پکار ده چې د داسې پېښو مخنیوي وکړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​