شاته

امریکا د القاعده پر پنځو ملاتړو بندیزونه ولګول

د امریکا د متحده ایالتونو د خزانې وزارت د پنجشنبې په ورځ سپټمبر ۱۶ (وږې ۲۵) د القاعده شبکې پر پنځو غړو بندیزونه ولګول.

د امریکا د خزانې وزارت ویلي دي چې د القاعده دغو ملاتړو له ترکیې څخه بهر کار کاوه او د یادې ډلې تندلارو ته یې مالي مرستې برابرولې.

د متحده ایالتونو د خزانې وزارت یوې جګپوړې چارواکې انډریا ګاکي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي:" موږ د ترکیې په ګډون له خپلو بهرنیو شریکانو سره کار ته دوام ورکړو څو د القاعده مالي ملاتړې شبکې مختل کړو."

د امریکا د خزانې وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د القاعده لپاره د مالي مرستو اصلي تسهیل کوونکی مصري مدافع وکیل مجدي سلیم، مصري تبعه نصرالدین ال عزلاني، نور الدین مصلحان او د ترکیې اتباع سیبریل ګویل او سونر ګورلین القاعده ته د مالي مرستو په برابرولو تورن شوي دي.

د امریکا د خزانې وزارت ددې اقدام له مخې، د یادو کسانو ټولې شتمنۍ او په امریکا او هغو ځایونو کې چې د امریکا تر اثر لاندې دي له حقیقي او حکمي کسانو سره په مستقیم او غیر مستقیم ډول د هغوی پنځوس سلنه او تر هغه زیاته شتمني کنګل کیږي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلینکن په یوه ټویټ کې ویلي دي چې امریکا د القاعده پر پنځو مالي ملاتړو چې په ترکیه کې یې خپل فعالیتونه ترسره کول، بندیزونه لګولي دي. دا جګپوړی امریکایي دیپلومات وایي واشنګټن هڅه کوي هغه کسان په نښه کړي چې امریکا متحده ایالتونو ، امریکایي اتباعو او د امریکا ګټو ته د زیان رسولو په هڅه کوې وي.

پر دغو پنځو کسانو د امریکا له خوا بندیزونه وروسته له هغه وضع شول چې د امریکا استخباراتي چارواکو د سه شنبې په ورځ سپټمبر ۱۴ وویل پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته ، اوس داسې روښانه نښې شته چې د القاعده او اسلامي دولت ډلې یا داعش ملاتړې دې جګړه ځپلي هیواد ته سترګې نیولي دي.

د هغو لومړنیو راپورونو له مخې چې تیره اوونۍ خپاره شول، ښکاره کوي چې ددغو دوو "ترهګرو" ډلو پلویان افغانستان ته د تللو لیوالتیا لري ، خو د امریکا یوه استخباراتي چارواکي د سه شنبې په ورځ سپټمبر ۱۴ (وږې ۲۳) وویل ددغو ډلو یو شمیر تندلارو له وړاندې د افغانستان په طرف خپل سفر پیل کړی دی.

د امریکا د استخباراتي ادارې سي آی اې مرستیال ډیویډ کوهن له واشنګټن ډي سي ښار څخه بهر وویل داسې روښانه نښې شته چې په افغانستان کې د القاعده تحرکات پیل شوي او خبرداری یې ورکړی چې ښايي القاعده شبکه تر یو کال پورې په افغانستان کې ځان بیا ورغوي خو د هغه په وینا، امریکا به له نږدې څخه ددې شبکې پر فعالیت څار ولري.

خو د امریکا استخباراتي چارواکو د القاعده د هغو غړو په اړه چې افغانستان ته روان شوي نه مشخص معلومات ورکړل او نه یې هم روښانه کړه چې هغوی له کوم ځایه افغانستان ته داخلیږي.

بلخوا په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې امین الحق ته یوه منسوبه ویډیو خپره شوه چې ننګرهار ولایت ته ستون شوی دی. امین الحق د القاعده شبکې پورې یو تړلی کس دی چې د توره بوره په سیمه کې د القاعده شبکې له بنسټ ایښودونکي اسامه بن لادن سره یوځای جنګیده.

یو شمیر نور استخباراتي سازمانونه شک لري چې د القاعده د دویم نمبر کس سیف العدل په شان کسان هم ممکن افغانستان ته ستانه شي.

افغانستان ته د القاعده د ستنیدو په اړه د امریکا د استخباراتي چارواکو خبرداری په داسې حال کې ورکول کیږي چې یو شمیر شنونکو هم خبرداری ورکړی چې افغانستان به یو ځل بیا د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل شي.

د ملګرو ملتونو د ټیم همغږي کوونکی اډمونډ فیټون براون چې داعش، القاعده او طالبان تر نظر لاندې لري، افغانستان ته د ترهګرو ډلو د ستنیدو په اړه د جمعې په ورځ په یوه بحث کې وویل"هیڅ شک نشته" ځکه د هغه په وینا د یادو ډلو غړي افغانستان ته د ستنیدو په اړه لیوال دي.

په واشنګټن ډي سي کې د منځني ختیځ د څیړنیز مرکز شنونکی چارلس لیسټر هم په افغانستان کې د القاعده د پلویانو او د هغوی د رقیبې ډلې داعش د ظهور په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

استخباراتي چارواکو امریکا غږ ته تائید کړې چې حتی له افغانستان څخه په بشپړ ډول د بهرنیو قواوو له وتلو مخکې ، د داعش او القاعده ترهګرو ډلو بهرنیو تندلارو هغه هیواد ته د ستنیدو لیوالتیا درلوده.

یو شمیر شننونکو ویلي دي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو او د هغوی د متحدینو له وتلو وروسته، اوس ددغو تندلارو د څار مسله ستونزمنه شوېده.

د سي ای اې مرستیال ډیویډ کوهن پر دې موضوع په اعتراف سره وویل چې د تیرو شپږو میاشتو په شان په افغانستان کې توانایي نلري، خو هغه ټینګار وکړ چې امریکا او متحدین یې له افغانستان څخه د معلوماتو د راټولیدو په برخه کې تجربه لري.

د امریکا دغه استخباراتي چارواکي وویل امریکا به په افغانستان کې د فزیکي حضور پرته، د امکان تر حده د اړتیا وړ معلومات ترلاسه کړي.

د امریکا د دفاعي استخباراتو رئیس جنرال سکاټ بریر ویلي دي چې محتاطانه استخباراتي ارزونې ښکاره کوي چې یو یا دوه کاله به وخت ونیسي چې القاعده په افغانستان کې خپله توانایي تر هغه حده ورسوي چې د امریکا خاورې ته تهدید متوجه کړي.

له ترهګرۍ سره د غربي هیوادونو د مبارزې چارواکو او په سیمه کې د مرسته رسونکو سازمانونو کارکوونکو خبرداری ورکړی دی چې القاعده ممکن په ټیټه کچه په افغانستان کې خپل فعالیتونه وساتي ، خو د داعش خراسان خاښه له میاشتو راهیسې د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې دې ډلې ته د بنسټونو د جوړیدو لپاره په فعالیت بوخته ده.