شاته

کوهلي د هند د شلو شلو اورونو کپتاني پریږدي

د هند د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان او مشهور لوبغاړي ویرات کوهلي ویلي چې د شلو شلو اورونو د نړیوال جام نه وروسته چې ټاکل شوې بله میاشت پیل شي، نور د شلو شلو اورونو د لوبډلې کپتاني نکوي.

کوهلي اوس د شلو شلو اورونو تر څنګ د یو ورځنیو نړیوالو او ټیسټ لوبو کې د هند د لوبډلې کپتان دی.
د هند دې لوبغاړي نن پنجشنبه سپټمبر ۱۶ (وږي ۲۵) په یوې اعلامې کې ویلي، "احساس کوم چې باید ځانته لږ وخت ورکړم چې د ټیست او یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د هندي ټیم د مشرۍ لپاره پوره چمتو اوسم. "

کوهلي په ټویټر کې لیکلي، " پریکړه مې وکړه چې په اکټوبر کې په دوبۍ کې د شلو شلو اورونو د نړیوال جام نه وروسته کپتاني پریږدم. "

ویرات کوهلي ۳۲ کلن دی او په ۲۰۱۷ کال کې وروسته تر هغه د لوبډلې کپتان وټاکل شو چې پخواني کپتان مهیندرا سنګ دوني د دې مقام نه لاس واخیست. په کوهلي پدې خاطر فشارونه ډیر شوي چې د هند لپاره یې د شلو شلو اورونو، یو ورځنیو نړیوالو لوبو او چمپین ټرافي اتلولي ونشوی ګټلی.

هند همدرانګه د ټیسټ لوبو د اتلولۍ په فاینل لوبه کې د نیوزلینډ په مقابل کې ماتې وخوړله.

د هند دې مشهور لوبغاړي په اعلامیې کې لیکي چې د کپتان په توګه یې هر څه چې په وس کې و د لوبډلې لپاره یې کړیدي او د کپتانۍ تر پریښودو وروسته به د لوبغاړي په توګه همدا کار کوي.

تر اوسه نده معلومه د چې د ویرات کوهلي پر ځای به څوک د شلو شلو اورونو کپتان وټاکل شي خو په هند کې مطبوعاتو ویلي چې ښایي روهیت شرما به دې مقام ته غوره شي.