شاته

د پاکستان حکومت يو ليټر پټرول پينځه روپۍ نور ګران کړي

د پاکستان حکومت د پټرولو او نورو تيلو بيې يو ځل بيا سېوا کړي، او د يو ليټر پټرولو په بيه کې پينځه روپۍ اضافه شوې ده.

په پاکستان کې د تيلو او ګېس د انتظام ادارې (اوګرا) د تيلو نوې بيې اعلان کړي چې د تيرې شپې 16 اګست نه عملي شوي دي.

د پاکستان د سرکاري میډيا ترمخه د تيلو د بيو په نوې اعلاميه کې ويل شوي چې په يو ليټر پټرولو کې پينځه روپۍ افاضه شوې او د يو ليټر پټرولو بيه د 118.30 روپو نه يو ليټر 123.30 روپو ته رسېدلې ده.

دغه ډول د هايي سپيډ ډيزلو په يو لیټر کې پينځه روپۍ او يوه پېسه سېوا کړی شوې او نوې بيه يې 120 روپۍ او څلورو پېسو ته رسېدلې ده.

د خاورو تيل پينځه روپۍ او 46 پېسې سېوا کړی شوې او نوی قيمت يې 92روپۍ او 26پېسې شوی دی.

او د لايټ ډيزلو په يو ليټر کې پينځه روپۍ 92 پېسې اضافه شوې چې ورسره د يو ليټر بيه 90 روپو او 69 ته رسېدلې ده.

مخالفه ګوندونو او په ټولنيزو رسنیو په حکومت سختې نيوکې کړي دي.

د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري د پټرولو د قيمتونو سېوا کېدل رد کړي دي.

هغه پوښتنه راولاړه کړې چې، پټرول پينځه روپۍ ګران کړی شو خان صېب په قوم به ښې ورځې کله راځي.

بلاول ويلي پټرول د ملکي تاريخ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي عمران خان د عوام په جېبونو ډاکه اچولې او کله چې ډالر او پټرول په لوړه کچه وي نو هر څيز به د اولس د لاسه ووځي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چودري د خبريال اجمل جامي د تيلو د بيو په اړه پوښتنې ته په ځواب کې ويلي،

په پاکستان کې د تيلو بيې اوس هم په سيمه کې تر ټولو کمې دي، يا خو به په درېو کالو کې د تیلو نوي کويان راوتلی، ګنې ښکاره ده چې کله تاسو تيل د بهر نه اخلئ نو بيې به لوړيږي. دغه اصول د نورو بهر څخه راتلونکو څيزونو دپاره هم دي. اصل کامیابي دا ده چې د 75فيصده ابادۍ په امدنۍ کې هم اضافه شوې ده.

په پاکستان کې د تیلو بيې په داسې حال کې لوړې شوي چې پرون د پاکستان په تاريخ کې روپۍ د ډالر په مقابله کې په ريکارډ کچه بې قدره شوې ده.