شاته

په جنوبي وزيرستان کې د امنیتي سرتيرو د شتون باوجود د امنيت وضع ولې خرابه شوې؟، د څيړونکو نظر

د پاکستان پوځ وايي تیره ورځ په قبایلي ضلع جنوبي وزیرستان کې د وسله والو په برید کې د پاکستان د پوځ اووه عسکر وژل شوي او څلور نور ټپي شوي دي چې ذمه واري یې لاقانونه ګرځول شوې د پاکستاني طالبانو ډلې په غاړه اخستې ده.

پوځ ويلي دا برید د لدهې تحصیل اسمان منزه په سپینه میله سیمه کې شوی او په ځوابي ډزو کې پینځه ترهګر وژل شوي دي.

د جنوبي وزیرستان لدها تحصیل اسمان منزه سیمه د ضلعې مرکز واڼه نه 30 کلوميټره شمال پله د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه نه 95 کلومیټره سویل پله د افغان پولې نه 80 کامیټره ختځ پله غریزه سیمه ده.

جنوبي وزیرستان د افغانستان په پوله پرته د غرونو او ځنګلونو سیمه ده چې پکې په یو وخت کې د وسلوالو مرکزونه وو خو د پاکستان پوځ وايي د کال 2009م د راه نجات نومې عملیاتو ورسته یې وسله وال د سیمې څخه ویستي چې وروسته بیا د عملیاتو نه بې کوره شوي خلک بیرته ستانه کړی شوي دي.

په وزیرستان کې په دې ورستیو کې په امنیتي سرتیرو بریدونه سیوا شوي او دا پیښه د رانجات عملیاتو وروسته تر ټولو لویه پېښه شمارل کیږي.

تیر کال د اکتوبر په میاشت کې د جنوبي وزيرستان په شکتويی سیمه کې په دوه چاودونو کې د پاکستان د پوځ یو کپتان په ګډون شپږ عسکر په غبرګو چاودنو کې وژل شوي وو.

د کال 2018 د مې په میاشت کې د جنوبي وزیرستان په شوال سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو په مرکز حمله شوې وه چې پکې شپږ پاکستاني پوځي عسکر وژل شوي وو.

څيړونکي وايي په وزیرستان کې د بدامنۍ په پېښو کې زياتوالی په داسې حال کې مخې ته راغلی چې په 15 اګست طالبانو کابل او د افغانستان زياتره برخې نيولي او ويل شوي د افغانستان د زندانونو څخه د تحریک طالبان پاکستان او القاعده غړي خوشي کړی شوي وو.

راپورونه وايي طالبانو د کابل واک نیولو ورسته یوازې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې تر لسو نه زیات بریدونه په امنیتي ځواکونو شوي چې پکې یې امنیتي سرتیرو ته ډېره مرګ ژوبله اړولې ده.

په 13 ستمبر هم د جنوبي وزیرستان په لدها سیمه کې په امنیتي ځواکونو ځان مرګی برید شوی وو چې پکې یو عسکر وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي وو.

د پاکستان د پوځ یو پخوانی افسر ریټائیرډ بریګیډیر سعد محمد خان دعوه کوي چې دا بریدونه د پولې د پورې غاړې افغانستان نه کیږي. هغه وویل دغه علاقې چې بريدونه ترې کيږي د افغان طالبانو د حقاني شبکې تر واک لاندې دي.

هغه وويل د حقاني شبکې چې د وړاندې نه د پاکستان سره نزدې اړیکې لري که دوی (حقاني شبکه) د وسله والو پرضد په افغانستان کې کاروايي نه کوي دا به د پاکستان سره ښې اړیکې اغیزمنې کړي.

په اسلام اباد کې د امریکايي ورځ پاڼې نيویارک ټايمز خبریال احسان محسود ټیپو وايي د اوسني حالاتو نیې په نیغه تړاو د افغانستان له حالاتو سره دی او په افغانستان کې طالبانو د حکومت نیولو سره نه یوازې وزیرستان بلکې په نورو قبایلي سیمو کې هم د بد امنې پېښې سېوا شوي دي.

وي او اې سره په خبرو کې هغه وویل پاکستاني حکومت په افغان طالبانو ټینکار کړی چې پاکستاني طالبان د ملک نه اوباسي یا دوی سره خبرو ته یې اماده کړي خو هغه وایي په افغانستان کې طالبانو د حکومت واک نیولو سره دغلته د پاکستاني طالبانو په فعالیتونو کې تیزی راوستې او ښکاري چې د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو تیر شوی تعلق هم هغسې په ځای دی.

په اسلام اباد کې د قبایلي سیمو څیړنیز مرکز ادارې مشر منصور مسید وویل په جنوبي وزیرستان کې د عملیاتو وروسته په هر ځای کې د پوځ موجودګي ده قلعې لري په غرونو کې پیکټې او سړکونو چیک پوسټې لري.

هغه وویل طالبانو ګوریلا جنګ پېل کړی او په دې ورستنیو پېښو کې د زیاتوالي یوه وجه د افغانستان د جیلونو نه په زیات شمیر د دوی کسان خوشي کول دي.

هغه زیاته کړه طالبان د دې علاقې سره بلد خلک دي هم دا وجه ده چې دوی د پولې پورې غاړې افغانستان نه راشي برید وکړي او بیا په محفوظه طریقه واپس ستانه شي.

هغه وویل دا اوسني بریدونه په ډاګه کوي چې دغلته وسله وال منظم نیټ ورک لري.

په پاکستان کې د پولې د پورې غاړې افغانستان د لوري نه د بريدونو دعوې په داسې حال کې کيږي چې پاکستاني چارواکي وايي د افغانستان سره په پوله يې د سيمو د ازغن تار لګولو کار نزدې پوره کړی دی.

پاکستان په کال 2017 کې د افغانستان سره په پوله د سيمو د ازغن تار لګولو کار پېل کړی او ويلي يې وو دغه ګام په پوله د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره کوي.

په پاکستان کې په دې وروستيو میاشتو کې د بدامنۍ د پېښو سېوا کېدو په اړه د پوځ د مطبوعاتو د ادارې ايي ایس پي آر مشر بابر افتخار په (17 جولايي) ويلي وو "ښکاره خبره ده وروستۍ پېښې بلې غاړې (افغانستان لوري) ته له روانو حالاتو سره تړلې دي.

هغه ویلی وو دا وخت دپاکستان دپوځي عملیاتو په نتیجه کې په پاکستان کې هیڅ د ترهګرو منظم نیټ ورک نشته.

وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شېخ رشيد ويلي وو ټي ټي پي او داعش د پاکستان سره په پوله د افغانستان د ننګرهار په غرييزه سيمو کې شتون لري.

په 17 اګست رشېخ رشيد ويلي وو په افغانستان کې د طالبانو سره په رابطه کې یو، او هڅه کوي چې ټي ټي پي د پاکستان پرضد د افغانستان خاوره ونه کاروي او طالبانو ته يې ويلي چې پاکستان به هم کومه لاس وهنه نه کوي.

په څلورم ستمبر د پاکستان د استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي) مشر جنرل فېض حمید د کابل سفر کړی او بيا طالبانو ویلي وو چې پاکستاني امنیتي پلاوي ورسره خپلې امنيتي اندېښنې څرګندې کړي او طالبانو ورته باور ورکړی چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پرضد نه کاريږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.