شاته

ملګري ملتونه وایي په موصل کې د داعش ظلمونه د برداشت وړ ندي

پداسې حال کې چې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې نه د عراق د موصل ښار د بیرته نیولو لپاره عملیات روان دي او امنیتي ځواکونو زیات پرمختګ هم کړیدی خو ملګرو ملتونو پدې ښار کې د ملکي خلکو سره د داعش د ظلمونو په هکله داسې شواهد پیدا کړیدي چې ټول ورته حیران دي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازی زید رعدالحسین وایي چې د عراق د موصل په ښار کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې خلک وژلي او شکنجه کړیدي. د میرمنو او نجونو نه یې ناوړه جنسي ګټې اخیستي او ماشومان یې د ځانمرګي بریدونو لپاره کار اخیستی.

ښاغلی حسین وایي چې د عراق په هغو سیمو کې چې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې په لاس کې دي، د ملکي خلکو سره دومره ظلم او زیاتی شویدی چې هیڅ برداشت یې نشي کیدلی.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي غږ کړی چې د ملکي خلکو د خوندیتوب او حفاظت لپاره دې هر څومره ژر چې امکان لري، اقدامات وشي او د هغوي ضرورتونه دې پوره شي.
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ویانده روینا شامداساني وایي هغوي داسې عکسونه او فلمونه تر لاسه کړي چې پکې ښودل کیږي ماشومان په زر دیته مجبوره کیږي چې خلک ووژني.

" د اسلامي دولت ډلې د همدې تیرې چارشنبې په ورځ یوه ویډیو خپره کړه چې پکې ښودل کیږي څلور ماشومان چې ښایي عمرونه به یې د لسو او څوارلسو کالونو په منځ کې وي، څلور نور کسان پدې تور وژنې چې ګواکې هغوي د عراق د امنیتي ځواکونو او کردي پیشمرګه ملیشو لپاره جاسوسي کوله. په ویډیو کې دا هم ښودل کیږي چې وژل شوي کسان سیند ته اچول کیږي. "
میرمن شامداساني وایي چې د دغو څلورو واړو ماشومانو د جملې نه یو یې د ازبکستان، بل یې د روسیې او دو نور یې عراقیان دي. ملګري ملتونه وایي چې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې تر کنترول لاندې سیمو کې په ډله ایزه توګه د خلکو وژل بیخي عادي دي.

دغې ډلې څه موده وړاندې شاوخوا څلویښت تنه ملکي خلک د عراق د موصل په ښارګوټي کې پدې تور ووژل چې د عراق د امنیتي ځواکونو لپاره یې جاسوسي کوله. داعش دغه کسان د هغوي په قول په خیانت او غدارۍ تورن کړي و.

ملګري ملتونه همرانګه وایي چې د عراق د حمام العلیل په سیمه کې د ډله ایز قبر په هکله یې هم زیات معلومات تر لاسه کړیدي. پدې قبر کې چې د کرهني په یو پوهنتون کې و، تقریباً سل کسان په یو ځای اچول شوي و.

میرمن شامداساني وایي چې د ځینو وژل شویو کسانو د جسدونو نه داسې معلومیږي چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې دغه کسان په یو ځای نه بلکې په مختلفو وختونو کې وژلي او بیا یې په همدې قبر کې اچولې دي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکې وایي چې داعش په ځینو پیښو کې د کیماوي موادو نه هم کار اخیستی.
" داعش د موصل ښارګوټي د شورا په ولسوالۍ کې د المشراق د ګازو د فابریکې په سوځولو کې د کیماوي موادو نه کار اخیستی. داعش دغه فابریکه په توغندیو وویشته او اور یې ورته واچاوه. مونږ ته داسې راپورونه راغلي دي چې ځیني کسان د همدې فابریکې د لوګي د بوی د وجې نه مړه شویدي. "

میرمن شامداساني وایي چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې د موصل په ښارګوټي کې د خلکو د کورنو سره نږدې په زیاته اندازه امونیم ناتریت او سلفر کیماوي مواد ذخیره کړیدي. د داعش دې کار دا اندیښنه پیدا کړې چې ښایي همدغه مواد په عامو خلکو پدې خاطر استعمال کړي چې د موصل ښارګوټي د هغوي سره پاتې شي.