شاته

د اروپايي ټولنې مشرې له امریکا پرته د دفاعي قابلیتونو د رامنځ ته کیدو غږ کړی

د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشرې د یادې ټولنې پر غړو هیوادونو غږ کړی چې د امریکا له ملاتړ پرته خپلې دفاعي وړتیاوي رامنځ ته کړي، هغه غوښتنه چې د طالبانو له خوا د افغانستان تر نیول کیدو وروسته شوېده.

د میرمن وان در لین دغه څرګندونې یوه میاشت وروسته له هغه وشوې چې د افغانستان پوځ ډیر ژر ړنګ شو او د طالبانو له خوا د کابل تر نیول کیدو وروسته د زرګونو کسانو د وتلو په پروسه کې ګډوډۍ رامنځ ته شوې.

دغې اروپايي مشرې د اروپا په پارلمان کې د خپلې کلنۍ وینا پرمهال وویل:" اروپا کولی شي او په روښانه باید وکولی شي پخپله ډیره څه وکړي."

هغې زیاته کړه، دا چې تر اوسه دا کار ندی شوی، علت یې یوازې د قابلیت نه شتون ندی بلکې د سیاسي ارادې نشتوالی هم دی.

میرمن لین پر اروپايي ټولنې غږ وکړ چې "دفاعي اتحادیه" رامنځ ته کړي او له دې پرمختګ سره به د بلاک د قدرت نرم سنتي چلند تکمیل شي.

د اروپايي ټولنې مشرې د اروپايي ټولنې په کچه د وسلو د پلور او جوړولو په هدف د مالیاتي هڅونو، د استخباراتي معلوماتو د شریک کولو د ښه کیدو د پروګرامونو او د سایبري بریدونو په وړاندې د دفاعي وړتیاوو د لوړیدو وړاندیز وکړ.

د ۵۰۰۰ کسیز ځواک د جوړیدو وړاندیز د لومړي ځل لپاره په مې میاشت کې د اروپايي ټولنې د عمومي ستراتیژي د ارزونې پرمهال مطرح شو. د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشر جوزف بوریل په غونډه کې وویل هیله من دی تر نومبر میاشتې پورې یو پلان وروستی شي.

اروپايي ټولنه اوس داسې یو سیستم لري چې کولی شي یوې ناارامه سیمې ته پوځیان واستوي خو هغوی هیڅلکه ندي کارول شوي.