شاته

واشنګټن کې د افغان ښځو په ملاتړ د یوه اجرایي پُست موجودیت څه ګټې لري؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره د یوه اجراییوي پُست د جوړېدو خبر ورکړ.

انتوني بلېنکن د سنا جرګې د بهرنیو چارو کمېټه کې ویلي، دا چارواکی به د ټولو هلو ځلو مسوول وي او په افغانستان کې به د ښځو، نجونو او لږکیو څخه ملاتړ کوي.

په واشنګټن کې د افغان ښځو په ملاتړ د یوه اجرایي پُست موجودیت څه ګټې لري؟

همدا پوښتنه د ازادي راډیو خبریا اسدالله لودین د یوې مرکې په پیل کې د ښځو له فعالې نوېدې کاکړ نه کړې ده.

له نوموړې سره دا مرکه د لاندې تړوني په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:25 0:00
مستقیم لېنک