شاته

افغانستان کې یو شمېر ښځینه ژورنالېستانې: طالبانو مو د کار مخه نیولې

‎هغه ژورنالېستان چې تر پرونه پورې به‌یې د اړمنو خلکو په ژوند راپورونه برابرول وايي، د طالبانو په راتګ سره اوس دوی خپله د کرایې لپاره پیسې نه‌لري ، په دغه برخه کې ښځینه خبریالانې او د رسنیو کارکوونکي ډېر زیانمن شوي دي.

‎یو شمېر دغه ښځینه ژورنالېستانې او د رسنیو کارکوونکي وايي، طالبانو یې د رسنیو مسؤلینو ته ویلي چې نجونو ته نور د کار کولو اجازه نه‌شته.

‎د دوی په وینا، دې ډلې په هغه څه عمل نه‌دی کړی چې په دې وروستیو کې یې په قطر کې څو ځلې ژمنه کړې وه.

‎یوه خبریاله چې د یک خصوصي ټلوېزیون لپاره‌یې کار کاوه د نوم نه‌خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وايي: ‎"د ژورنالېستانو په ګډون ډېرې ښځې د کورنیو مشرانې دي. هغه ښځې او نجونې چې بهر کار کوي، زه یوه له هغو ژورنالېستانو څخه یم چې په کور کې په بند کې یم. موږ بدبخته شوو. اوس‌مهال طالبان نجونو ته د کار کولو او پوهنتون ته د تللو اجازه نه‌ورکوي. د هغو مېرمنو سره به څه کېږي چې د کور ډوډۍ راوړونکې وې؟"‎

ارشیف، د افغانستان رسنیو کې د ښخو حضور
ارشیف، د افغانستان رسنیو کې د ښخو حضور

یوه بله ښځینه خبریاله چې دې هم نه‌غوښتل نوم‌یې واخیستل شي، وویل چې هغې د بیان د ازادۍ د ارزښتونو او د خلکو ستونزو ته د پام اوښتنې لپاره کلونه کلونه کار کړی، خو اوس په کور کېنول شوې ده.

دا زیاتوي: ‎"موږ ښځینه ژورنالېستانو له کلونو راهیسې سخت کار کړی. زموږ یوازنی هدف د دقیقو او پر وخت معلوماتو چمتو کول و. نن ورځ، موږ د بندیانو په څېر د کورونو په څلورو دېوالونو کې بند یو. د طالبانو له راتګ سره هره ورځ د بیان ازادي محدودېږي. که په دې ډول مخ ته ولاړ شي د اندېښنې خبره ده."

‎د ازادو رسنیو ځینو مسؤلینو هم ازادي راډیو ته تأیید کړې چې طالبانو په ولایتونو او ان کابل کې یو شمېر نجونې په رسنیو کې له کار کولو منع کړې دي.

‎د رسنیو چارواکو چې نه‌یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله‌یې نوم واخیستل شي وویل چې د ښځینه کارکوونکو اقتصادي ستونزو ته په پام سره، دوی هڅه کړې له کوره ورته د کار کولو زمینه برابره کړي.

د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو د ټولنې مرستیال حجت‌الله مجددي ازادي راډیو ته وویل چې دوی د دې ستونزې د حل لپاره کار کوي.

ښاغلی مجددي وايي: "تر هغه ځایه چې موږ اوضاع وڅېړله، پرته له یو دوه مواردو چې ملي ټلوېزیون کې و نور چېرې په ښځو محدودیتونه نه‌دي لګول شوي، عملاً کومه پېښه نه‌ده رامنځته شوې، خو په ولایتونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ د ریاستونو له لوري دا کار ترسره شوی چې موږ غواړو دا د اسلامي امارت له فرهنګي کمېسیون سره مطرح کړو، دا موضوع جدي ده، ‌‌‌‌‌‌ډېری دا ښځینه خبریالانې د خپلو کورنیو سرپرستانې دي او کلونه کېږي چې کار کوي، هیله‌مند یو چې د هغو له تجربو ګټه واخیستل شي."

کابل ښار کې یو شمېر طالب جنګیالي
کابل ښار کې یو شمېر طالب جنګیالي

‎هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو نظر هم واخلو، خو د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې یو ویاند او د رسنیو د دفتر غړی بلال کریمي د ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو اړیکو ته ځواب ونه‌وایه.

‎وړاندې دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ویلي و هڅه کوي د رسنیو او خبریالانو لپاره امنه فضا برابره کړي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټونه وایي، کابل ته د طالبانو په ننوتلو سره د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د ۱۵۳ رسنیو فعالیتونه بند شوي او په ‌‌‌‌‌‌ډېریو رسنیو کې ښځینه کارکوونکو ته د فعالیت اجازه نه‌ده ورکړل شوې.