کابل کې نن بیا ځینو ښځو لاریون کړی، خو طالبانو یې مخه نیولې
کابل کې نن یو ځل بیا یو شمېر ښځو لاریون کړی، خو د طالبانو لهخوا یې مخه نیول شوې.
لسګونه ښځو چې د دشت برچي سیمې څخه یې لاریون پیل کړ، د ازادۍ، خپلو حقونو د خوندیتوب، د پاکستان خلاف او د جګړې ضد شعارونه ورکول.
لاریون د کابل د لویدیځ ۱۳مې ناحیې اړوند دشت برچي سیمې څخه پیل شو، خو طالبانو د مزاري څلور لارې وړاندې د مخکې تګ اجازه ور نه کړه.
د لاریون کوونکو له ډلې یې ډېرې د طالبانو د واکمنۍ خلاف دي او وايي، دې ډلې یې حقونه تر پښو لاندې کړي دي.
مریم چې د پاکستان ضد شعار یې له ځان سره لېږداوه وايي، طالبان یې د غږ له پورته کېدو وېره لري: "طالبان وېرېږي چې موږ خپل غږ رسنیز کړو. دوی وېرېږي چې ناسم کارونه او د پاکستان مزدوري او ټول به یې بربنډ شي. له همدې امله یې زموږ ټیلیفونونه واخیستل او زموږ ټولې ویډیوګانې یې لهمنځه یوړې. دوی اجازه را نه کړه چې خپل ټیلیفونونه هم را وباسوو."
خو طالبانو په ځلونو له پاکستان سره خپلې اړیکې رد کړي او وايي، خپلواک دي.
د لاریون یوه بله ګډونواله شکېبا بیا له دوی سره د طالبانو لهخوا له دوی سره د شوي تاوتریخوالي خبره کوي: "د طالبانو له یوه سخت مقاومت او تاوتریخوالي سره مخ شوو. دوی موږ سره تاوتریخوالی وکړ او موږ وپاشل شو، ولې بیا هم موږ غواړو نړیوالې ټولنې ته خپل غږ پورته کوو، خو دوی موږ څاري."
په ورته وخت کې د اطلاعات روز ورځپاڼې ادعا کړې چې د دې لاریون د خبري پوښښ لپاره یې سیمې ته تللي ۵ خبریالان طالبانو له ځان سره وړي دي، خو ورځپاڼې د دې خبر وروسته وویل، نیول شوي خبریالان یې بېرته پرېښودل شوي.
هاخوا طالبان په دې اړه چوپ دي.
له کابل ور هاخوا په کندز او بدخشان کې هم یو شمېر ښځو او نارینهوو لاریون کړی، خو په کندز کې بیا د طالبانو د واکمنۍ په ملاتړ او بدخشان کې د دې ډلې ضد غږ پورته شوی.
له بدخشانه راپورونه وايي، طالبانو له لاریون کوونکو سره تاوتریخوالی کړی او ځینې یې له ځان سره وړې دي.
له پروان هم ورته خبرونه را رسېدلي. سیمه کې یو شمېر خبریالانو ازادي راډیو ته ویلي، طالبانو پر لاریون کوونکو ډزې کړي چې یو شمېر یې ټپیان شوي او ځینې نور یې له ځان وړي دي.
د دوی له قوله، ځینې خبریالانو سره هم تاوتریخوالی شوی او وسایل یې طالبانو اخیستي دي.
ازادي راډیو له طالبانو د لاریون کوونکو سره د تاوتریخوالي او پر دوی د هوايي ډزو په اړه وپوښتل، خو هېڅ یوه مطبوعاتي غړي یې تر دې دمه ځواب نه دی ورکړی.
پرون هم په کابل کې سلګونه کسانو لاریون وکړ او په خپلو شعارونو کې یې د پاکستان ضد ناره پورته کړه.
دوی یو ټول ګډونه حکومت غوښت او تر خوا یې په پنجشېر د پیل شوې جګړې د پای غوښتنه کوله.
خو په کابل کې پروني لاریونونه هم له تاوتریخوالي سره مله وو او په ماښام یې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد رسنیو ته وویل، لا یې حکومت بشپړ نه دی او په داسې یوه وخت کې لاریونونه بې ګټې دي.
ښاغلي مجاهد له رسنیو هم وغوښتل چې د نوي حکومت د کار تر پیله، د لاریونونو له خبري پوښښ ډډه وکړي.