شاته

د کابل د مستقبل په هکله د اسلام اباد، بیجینگ او طالبانو پټ او ښکاره اهداف څه کیدی شي؟

د اسلام اباد او بیجینگ ترمنځ د افغانستان د سبا په هکله په ورستیو پرمختگونو کې دوه ټکي ډېر په ډاگه دي، چين طالبانو ته وايي چې د وسله والو سره خپلې اړېکې وشوکوي او پاکستان په افغانستان کې د ټولو فریقېنو یو شریک حکومت د تمامو شخړو حل گڼي. خو څېړونکي گڼي ددې دوه ښکاره او په ظاهره نېکو خواهشاتو تر څنگ د بیجینگ او اسلام اباد ځیني پټ مقصدونه هم شته دی.

د وي او ډیوه په خپرونه هیلو وي اې کې څېړونکو وویل د افغانستان دا دوه ظاهري خواخوږي هېوداونه خپلو کورنیو گټو ته اولیت ورکوي​. څنگه؟ ددې سوال په جواب کې په سیمه نظر ساتونکي کار پوهان وايي چين د ایسټ ترکستان مومېنټ د لاسه د کورنیو چیلنجونو او په سیمه کې اقتصادي گټو او پاکستان په افغانستان کې خپل سټراټیجیک هدفونه په نظر کې ساتلي دي.

د امریکا په اوهایو پوهنتون کې د منځني ختیز د څېړونو مرکز ډایریکټر عالم پایند گڼي که په افغانستان کې خانه جنگي شورو شوه او بې کراري راغله نو د چين سره ویره ده چې طالبان به په سینکیانگ کې د ویغور مسلمانانو تحریک ته ځان رسوي:

"چین دغه ویره لري چې سبا به دغه طالبان راځي د هغو ( ایسټ ترکستان مومینټ) سره به علاقه لري د القا عده سره به علاقه لري، دداعشه سره به لري"

که څه هم چين انکار کوي خو د امریکا په گډون نړیوال وايي د بیجینگ حکمرانان په سینکیانگ کې ویغور مسلمانان زوروي.

په امریکا کې میشت د سیاسي چارو کار پوه ډاکټر تقي وايي طالبانو چین ته ويلي دي چې د چین معاملات به په چین کې وي خو د هغه په خیال په پاکستان کې د چين ستره اقتصادي منصوبه، (سي پیک) خوندي ساتل د پاکستان او چين دواړو لومړی هدف دی. هغه وايي که په افغانستان کې خبره کورنۍ جگړې پلو ته ځي نو:

"د چين د پاره به مشکلات جوړيږي، دا سي پېک الریډیي (له مخه) په مسلې کې دی. تاسو ته پته ده چې په چینیانو باندې په پاکستان کې یو څو بریدونه وشول...... کومو خلکو چې دا وکړل د ایسټ ترکستان مومینټ سره یې تعلقات لرل"

د پاکستان وزيراعظم عمران خان هم نن د جولايي په 29 مه نیټه په اسلام اباد کې افغان خبريالانو ته ويلي:
"د افغانستان د مسلې حل پوځي نه دی، چې سياسي جوړ جاړی وشي طالبان او د افغانستان حکومت سياسي جوړ جاړی وکړي او شريک حکومت جوړ کړي دا يواځينی حل دی"

چين او پاکستان دواړه د سیمې د یو بل طاقت هند سره زوړ رقابت لري، د څېړونکو په خیال د بیجینگ او اسلام اباد مشران په کابل کې د یو داسې شریک حکومت خوب ویني, یو داسې حکومت چې د نوي ډلي لپاره هر وخت د فکر مندۍ سبب وي.

د الم پایند په خیال چین دا ویره لري چې امریکا، اسټریلیا، جاپان او نور په دغه سیمه کې یو اتحاد جوړوي. دهغه په خیال دغه اِتحاد به نه یواځې اقتصادي وي بلکې نظامي او په امنیتي مسایلو به هم ډېر ژور لري:

"چين هم ددغو د کاونټر بیلیسن ( توازن) لپاره دلته فعاله دی"

د بیجینگ د مشرانو په ځانگړې بلنه چين ته د طالب مشرانو د سفر په وخت ددغه هیواد مشرانو له طالبانو څخه وغوښتل چې د تمامو ترهگرو ډلو سره خپلې اړېکې وشوکوي.

څېړونکي وايي گویا چین دا مني چې طالبان او نورې ترهگرې ډلې وس هم خپلو کې ملگري دي.

د ډاکټر تقي په اند دا وخت که څه هم طالبان د خپل سیاسي شناخت بحالۍ ته اهمیت ورکوي خو په مستقبل کې ددې امکان شته دی چې طالبان د القاعده او نورو سره ښکاره ملگرتیا وکړي.

د څېړونکو په خیال د اسلام اباد، بیجینگ او د طالبانو ټرای اینگل (مثلث) که څه هم د افغانستان د امن خبره کوي خو د بیجینگ د حکمرانانو د لاسه د ویغور مسلمانانو زورول او د سي پېک خوندي پاتېکیدل دې مثلث ته په اینده کې پرتې سترې او ښکاره خطرې دي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-