شاته

د امریکايي قواو د افغان همکارانو انتقال؛ بلینکن د کویټي مقاماتو سره وګړید

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي دي چې متحده ایالات د افغانستان څخه بهر د امریکایي ځواکونو د افغان همکارانو د انتقال او ځای پر ځای کولو په اړه د کویټ او نورو هیوادونو سره په مذاکراتو بوخت دي، خو پدې هکله یې جزییات ورنکړل چې کومه موافقه شوې او که نه.

وروسته له هغې چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې د روان کال د سپتمبر تر ۱۱ پورې ټول امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه وځي، په واشنګټن کې دا اندیښنه زیاته شوې چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په بشپړه وتلو سره ښایي د طالبانو ډله د هغو افغانانو څخه د غچ اخیستلو په لټه کې شي چې په تیرو دوو لسیزو کې یې په دې هیواد کې د میشتو بهرنیو ځواکونو سره همکاري کړې ده.

ښاغلي بلینکن د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۹ (زمري ۷) کویټ کې په خبري کنفرانس کې وویل: "متحده ایالات دې کسانو سره مرستې ته ژمن دي چې په تیرو ۲۰ کلونو کې یې په افغانستان کې زمونږ د شتون په وخت مونږ سره مرسته کړې ده. مونږ پدې برخه کې او په ځانګړې توګه د زړورو افغانانو او د هغوی د کورنیو د انتقال په پروګرامولو کې په فعاله توګه په کار بوخت یو."

د امریکا د کانګرس د استازو مجلس غړو تیره اونۍ په غوڅ اکثریت یوې قانوني مسودې ته رایه ورکړه چې په زرګونو افغانان چې د امریکایي ځواکونو او د امریکا د حکومت سره د ژباړونکو په توګه او نورو برخو کې کار کړی، امریکا ته انتقال شي.

د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت مقامات وایي چې شاوخوا ۲۰ زره افغانانو امریکا ته د ځانګړي مهاجرت ویزو ته درخواستونه ورکړي دي چې ددغو غوښتنلیکونو نیمایي د ارزونو په لومړني پړاو کې دي.