شاته

پاکستان کې کرونا وبا بیا له قابو وتلې،76 کسان پرې مړه

پاکستان کې دکرونا دکرونا وایرس خوریدو بهیر یو ځل بې قابو شوی اؤ حکومتي شمیرې ښایي چې په تیر یو شواروز کې په دې وایرس دپاکستان بیلابیلو سیمو کې 76 کسان مړه شوي دي.

د زیارت په ورځ پاکستان کې د کرونا په چارو د څار دولتي ادارې ویلي په ګرد هیواد کې دتیر شواروز په مهال دکرونا وایرس 4497 نوې پېښې مخې ته راغلې دي.

پاکستان کې په کرونا وایرس د 76 نورو کسانو د مړینې سره تر اوسه په دې وایرس د مړو شوؤ کسانو شمیره 23 اؤ 209 ته رسېدلې ده اؤ تر اوسه یو میلیون 20 اؤ 324 کسان په دې وایرس اخته شوي دي.

حکومت وایي دا مهال په هیواد کې د کرونا دمثبتو پېښو کچه 7.53 فیصدي ده خو په سندهـ صوبه کې به دتیر شواروز په مهال دا کچه د 22څخه هم په بره تللې ده.

دکرونا وایرس په چټکتیا سره دخوریدو له امله دپاکستان حکومت خلکو ته مهلت ورکړی چې د راتلونکې میاشتې اګست 31مې نیټې پورې د کرونا ضد ویکسین ولګوي ګنې په بل صورت کې به د بندیزونو لاندې راشي.

دپاکستان دپلان جوړونې مرکزي وزیر اؤ دکرونا دڅار دملي ادارې مشر اسد عمر د زیارت په ورځ اسلام اباد کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي تر 31 اګست باید هغه ټول خلک کرونا ضد ویکسین ولګوي چې دخلکو ترمنځ پاتې کیږي یا کارونه کوي.

اسد عمر ښکاره کړې چې کومو خلکو ته تر 31 ویکسین لګول لازمي دي په هغې کې سکولونو ماشومان وړونکي ډرائیوران اؤ کلینډران،هوټلو اؤ ریسټورنټونو کې کار کوونکي ملازمان،دقانون پځائ کوونکو ادارو مامورین،استاذان.ولسي دفترونو کې کارکوونکي مامورین،داتلسو کالو نه دبره زده کوونکي،دبسونو په اډو اؤ د ګڼې ګوڼې ځائ کې کارکوونکي شامل دي.

هغه ویلي که چرې ددغه یادو څانګو خلکو تر ټاکلې مودې ویکسین ونه لګول نو په کارونو اؤ فعالیتونو به یې بندیز ولګول شي.

سرکاري شمیرې ښایي چې دپاکستان په دوه ویست کروړه ابادۍ کې تر دې مهاله یوازې 849,692 کسانو دکرونا ویکسین په بشپړ ډول لګوي اؤ 27,875,999 لکه تنانو ته ددې ویکسین یو خوراک ورکړل شوی دی.

اوړمه ورځ په مطبوعاتو کې داسې ناتایده رپورټونه هم مخې ته راغلي وؤ چې دجولایي په میاشت کې دټولې نړۍ په پرتله پاکستان کې په کرونا وبا زیات خلک مړه شوي دي.

خو دپاکستان حکومت لا ددغو رپورټونو پخلی نه دی کړی