شاته

دپاکستان دسینیټ کمیټۍ په ماشومانو دتشدد دمخنیوي قانوني مسوده منظور کړې

دپاکستان د سینیټ دبشري حقونو قایمه کمېټۍ دماشومانو پرضد دجسماني سزا د ممانعت قانوني مسوده2021 منظوره کړې ده چې پکې په تعلیمي ادارو اؤ د کار په ځايونو کې ماشومانو سره په جارحانه چلند بندیز لګول شوی دی.

دماشومانو دحقونو فعالان که څه هم ددې قانوني مسودې منظوریدل دماشومانو د تحفظ په لړ کې يو غوره ګام بولي خو وايي باید چې حکومت ددې قانون پځائ لپاره هم يو کوټلی مېکانیزم خپل کړي.

مسوده کې دکار په ځايونو، تعليمي، سرکاري،مذهبي ادارو اؤ د ماشومانو د بحالۍ د مرکزونو په ګډون د ماشومانو لپاره جوړ عدالتي نظام کې ماشومانو ته تشدد نه دتحفظ ورکولو سپارښتنه شوې ده.

په دې اړه د سینیټ دبشري حقونو کمېټۍ ته د مذهبي رایې لپاره رابلل شوي د مسلم لیګ (ن) ګوند او دجمعیت علما اسلام ف ډلې غړو پروفېسر ساجد مير او سېنېټر کامران مرتضي دقانوني مسودې مخالفت کړی خو دکمېټۍ نورو غړو دا مسوده په اکثریت سره منظوره کړې ده.

د مسلم لیګ (ن)ګوند غړي پروفیسر ساجد مير دريځ خپل کړی چې دماشوم لپاره بدني سزا په بشپړه توګه نه دي ختمول پکار او هم دا راز د جمعيت علما اسلام ف ډلې سنېټر کامران مرتضى هم ویلي چې د ماشومانو لپاره څه نه څه سختي پکار ده .

خو کامران مرتضی وايي د هغه ګوند د سزا په پرتله په اصلاح باور لري او هغه ګڼي چې په جسماني سزا د بندېز لګولو سره به ټولنه د اخلاقي بد حالۍ ښکار شي.

ددې قانوني مسودې وړاندې کوونکې دمسلم لیګ(ن )ګوند سینیټرې سعديه عباسي ویلي د نړۍ ډاکټرانو، دنفسیاتو او تعلیم ماهرانو د ماشومانو په ذهني او علمي وده د سزاګانو بدې او منفي اغېزې په ګوته کړي او دا بې شمېره څېړنو هم ثابته کړې چې جسماني سزا او چاپېريال د ماشومانو په شخصیت کې جارحيت او يو شمېر ټولنيزې مسلې پېدا کوي.

سعديه عباسي کمېټۍ ته ویلي چې دسکولونو څخه دماشومانو د وتلو دسترې کچې او د طالب علمانو د زده کړو دلاندې معیار يوه لويه وجه د استاذانو لخوا ماشومانو ته سزا ګانې ورکول دي.

د ماشومانو دحقونو فعال عمران ټکر وايي پاکستان کال 1990 کې د ماشومانو د حقونو د تحفظ کنونش یا لوظنامه لاسلیک کړې ده او ددغه لوظنامې 19مه ماده وايي چې د هر رقم جسماني او ذهني تشدد نه د ماشوم بچ ساتل د رياست ذمه داري ده.

عمران ټکر وي او اې ډيوه سره خبرو کې وايي 2005م کې په خېبر پښتونخوا کې شوې يوه جایزه کې ویل شوي چې ماشومانو ته 28 رقمه سزاګانې په کورونو کې او د سزاګانو 43 قسمونه داسې دي چې ماشومانو ته په سکولونو کې ورکړی کېږي.

نوموړی وايي دغه راز په 2009 کې د شوې يوې نظر پوښتنې شمېرې ښيي چې دغه صوبه کې 92 فيصدي ماشومانو ته په سرکاري سکولونو ،86 فیصدي ته شخصي سکولونو اؤ 83 فیصدي ماشومانو ته دیني مدرسو کې جسماني او ذهني سزاګانې ورکول کېږي.

د خېبر پښتونخوا د سرکاري ادارې فرنټير اېجوکیشن فاونډېشن ډايريکټر اف بورډ غړی عمر اورکزی وايي دا وخت په ګرد هېواد کې شاو خوا 2 کروړه او 22 لکه ماشومان د سکولونو څخه بهر دي او په دې کې تر ټولو غټ شمیر 27 لکه يوازې په خېبر پښتونخوا او قبایلي ضلعو کې شامل دي.


هغه وايي د استاد د ماشوم سره د بد چلند د مخنیوي لپاره پکار ده چې هغه ته تربيت ورکړی شي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل ماشومانو ته د کار په ځايونو او سکولونو کې د وهلو ټکولو څخه تحفظ ورکول يو غوره ګام دی خو باید چې حکومت په داسې قانون دعمل لپاره يو کوټلی مېکانیزم هم جوړ کړي.

"مونږ له پکار دي چې د ماشوم د استاد سره تعلق مضبوط او دوستانه کړو چې ماشوم په خپله خوښه سکول ته روان شي"

دی وايي ډېر ماشومان چې کله سحر سکول ته ځي نو ژاړي ولې چې هغه په سکول کې د بېلابېلو مسلو او روئيو سره مخامخ کېږي.