شاته

غني: د افغانستان د ویجاړي لپاره په بهر کې جوړ شویو پلانونو ته به تسلیم نشو

واشنګټن - افغان ولسمشر اشرف غني طالبانو ته ویلي، څنګه چې تاسو په زور نه تسلمېږئ، مونږ به هم زور ته تسلیم نشو.

ولسمشر غني چې د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې خبرې کولې وویل، خلک غواړي چې په افغانستان کې د وینې تویېدل ودرېږي.

هغه وویل، که طالبان جګړې ته دوام ورکړي نو افغان امنیتي ځواکونه دفاع کولو ته تیار دي.‌

ښاغلي غني دا هم وویل، داسې یو پلان تیار شوی چې جګړه بېرته یو بند حالت ته راوستل شي تر څو طالبان وهڅوي چې بېرته د سولې مېز ته راشي.‌

هغه دا هم وویل، چې خلک به ډېر ژر بدلون وویني.

ولسمشر غني له طالبانو وپوښتل چې ایا دوی غواړي چې افغانستان هم د سوریې په څېر حالت باندې بدل کړي.

غني وویل، طالب مشران باید ولس ته روښانه کړي چې ولې یې اسامه بن لادن د افغانستان له ملي ګټو غوره وګاڼه.

افغان ولسمشر وویل، چې افغانستان به بهرنیو دسیسو ته چې له افغانستان څخه بهر د دې هېواد د ویجاړولو لپاره جوړې شوې وي تسلیم نشي.

افغانستان هر کله د زمري د میاشتې اومه نېټه چې د جولای له ۲۹ نېټې سره سمون خوري د ملي‌ بیرغ د ورځې په توګه لمانځي.

د ملي ‌بیرغ ورځ په ولایتونو کې هم لمانځل شوې ده.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت به د زیارت یا پنجنشبې په ماسپښین د کابل ښار په زړه وزیر اکبر خان کې د افغانستان د تر ټولو ستر ملي بیرغ سره یوه غونډه وکړي.‌

له طالبانو څخه د چین د غوښتنې په اړه د افغان حکومت دریځ:

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو څخه د چین د هغې غوښتنې هرکلی کړی چې له ترهګرو شبکو سره دې خپلې سختې اړیکې پرې کړي.‌

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، چې د چین حکومتي چارواکو له طالب پلاوي سره په خبرو کې له هغوی غوښتي چې له ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.

په بیان کې راغلي دي چې، "د افغانستان حکومت د چین د حکومت د دغه دریځ په کلکه هرکلی کوي چې د اوږدې مودې راهیسې د افغان حکومت او خلکو دریځ هم دی."

د بیان له مخې، افغانستان په دوامداره توګه ټینګار کړی چې له سیمیزو او نړیوالو ترهګرو ډلو سره د طالبانو نېږدې اړیکې نه یواځې جګړه او د وینې تویېدل اوږدوي بلکه د سیمې امنیت او ثبات ته جدي ګواښ جوړوي.

په بیان کې وړاندې راغلي، "مونږ همدارنګه د چین د حکومت د هغو هڅو ستاینه کوو چې طالبان یې هڅولي چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي، د افغانستان ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي او یوې دوامداره سولې ته خپله ژمنتیا وساتي."

د ملا عبدالغني بردار تر مشرۍ لاندې د طالبانو یوې نهه کسیزې ډلې چین ته سفر کړی.‌

د چین د بهرنیو چارو وزارت د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، چې چینايي چارواکو طالبانو ته وویل، دغه ډله دې په افغانستان کې د جګړې په ختمولو او ددغه هېواد په بیا رغونه کې مهم رول ولوبوي.

د طالبانو ویاند ویلي، چې طالب پلاوی له چین څخه د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یې سره د سولې او امنیت پر مسلو خبرې کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړې چې طالبان به د ختیځ ترکستان غورځنګ پرضد چې د چین د ملي‌ امنیت ته مستقیم ګواښ ګڼل کېږي ګامونه پورته کړي.‌