شاته

نورستان کې سیلابونو لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت وايي چې په نورستان کې د ډېر باران له امله خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

د دغه وزارت ویاند تمیم عظیمي د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۹ (زمري ۷) امریکا غږ ته وویل چې دغه سیلابونه د نورستان په کامدیش ولسوالۍ کې راوتلي او شاوخو سل تنو ته په کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

هغه زیاته کړه: "دا ډېر لومړني معلومات دي ځکه چې سیمه د مخالفینو تر ولکې لاندې ده او زموږ همکاران سیمې ته تللی نشي. له خلکو سره د ټیلیفوني اړیکو له لارې دا راپور ترلاسه شوی دی".

د نورستان د ولایتي شورا رئیس انجنیر سعد الله پاینده‌زوی امریکا غږ ته وویل چې د کامدېش له سېلابونو څخه تر اوسه ۴۰ مړي را ایستل شوي او نور لا پاتې دي.

د نوموړي په وینا د کامدیش ولسوالۍ د میدرېش کلی له ۹۰ سلنه ډېر تخریب شوی دی او ممکن مړي زیات وي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم امریکا غږ ته وویل چې سېلابونه تېره شپه یولس بجې راوتلي دي چې له امله خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اوښتي او لا هم یو شمیر کسان تري تم دي.

هغه وایي چې له سرې میاشتې او نورو نړیوالو موسیساتو سره یې د لومړنیو مرستو د رسولو په موخه خبرې کړې دي خو دغه سیمه چې سېلابونه پکې راوتلي، ټولې ساحې د طالبانو په واک کې دي او که د دوی ټیمونو ته اجازه ورکړي نو ژر به مرستې ورسوي.

د نورستان د ولایتي شورا غړي عبد الظاهر امریکا غږ ته وویل چې په سېلابونو کې له پنځوسو ډېر کسان مړه شوي او تر سلو زخمیان دي او سیمه ییز خلک د مړو په رایستلو او پیدا کولو بوخت دي نو ممکن مرګ ژوبله زیاته شي.

هغه له حکومتي او نړیوالو ادارو څخه غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې له دغو خلکو سره مرسته وکړي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت ویاند وویل د طالبانو د مخنیوي له امله تراوسه د سیمې له اوسېدونکو سره مرستې نه دي شوي.

عظیمي زیاته کړه: "موږ هڅه کوو چې د بې‌پرې مرسته رسوونکو بنسټونو سره په همغږۍ دا وضعیت مدیریت کړو او مذاکرات دوام لري ژر به دا ستونزه حل شي.

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې د جسدونو د موندلو او د خلکو د ژغورنې عملیات په سیمه کې دوام لري.