شاته

بلیکن: د ایران سره اټومي مذاکرات د ‘نامحدود وخت’ لپاره دوام نشي کولی

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۹ (زمري ۷) وویل چې د ایران سره اټومي مذاکرات «نشي کیدای تر نامحدود وخت پورې» دوام وکړي، خو په وینا یې واشنګټن د مذاکراتو دوام ورکولو ته «پوره تیار» دی.

د نړیوالو قدرتونو سره د ایران په مذاکراتو کې متحده ایالات په غیر مستقیمه توګه دخیل دي چې د ۲۰۱۵ کال اټومي موافقه وارزول شي او ایران د خپل اټومي پروګرام د محدودولو په بدل کې د یو شمیر نړیوالو بندیزونو نه خلاص شي.

د ایران اټومي موافقه په ۲۰۱۸ کال کې وروسته له هغې نیمګړې شوه چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ متحده ایالات په یو اړخیزه توګه ددې تړون نه وایستل او پر ایران یې نور بندیزونه هم ولګول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ کویټ ته په سفر کې وویل: «مونږ دپلوماسۍ ته ژمن یو، خو دغه پروسه نشي کیدای چې نامحدوده وي...مونږ په تمه یو چې وګورو ایران دې کار ته اماده دی او که نه، او مونږ پوره تیار یو چې ویانا ته د مذاکراتو د دوام لپاره ورشو.»

ښاغلي بلینکن دا هم وویل چې: «اوس توپ د ایران په میدان کې دی».

د ایران د ولسمشر حسن روحاني حکومت د اپریل میاشتې راهیسې په ویانا کې د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو سره مذاکرات کوي چې واشنګټن بیرته دغه تړون ته راشي، خو تر هغه پورې دغه موافقه ناممکنه بریښي تر څو چې ښاغلي روحاني راتلونکې میاشت چارې نوي منتخب ولسمشر ابراهیم رئیسي ته نه وي سپارلي.

ښاغلی رئیسي یو سخت محافظه کاره شخص دی چې په ژوره توګه په امریکا ناباوره دی او په وار وار یې د ۲۰۱۵ کال د اټومي موافقې په خاطر پر ولسمشر روحاني انتقادونه کړي دي.

بلخوا د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه یي د چهارشنبې په ورځ د اټومي تړون څخه د امریکا د متحده ایالاتو وتلو ته په اشارې وویل چې تجربې ښودلی چې «په لویدیځ باندې اعتماد کار نکوي».