شاته

بایډن غواړي د امریکا د فدرال ادارو کار کوونکي د کووېډ-۱۹ واکسینونه ولګوي

په امریکا کې د کرونا وبا د واکسین په تړاو نوې پالیسي اعلانیږي.د سپېنې ماڼۍ چارواکو ویلي، جمهور رییس جو بایډن به اعلان کړي چې د متحده ایالاتونو ټول فدرال کار کوونکي باید د کووېډ-۱۹ واکسینونه ولګوي یا منظم ټېسټونه وکړي.

پر دې مسالې خبرو چارواکو ویلي چې بایډن د پنجشنبې په ورځ د کرونا وبا د چټکې خپرېدونکې ډېلټا بڼې له امله د رامنځته شوېو اندېښنو په اوج کې دا نوې پالیسي اعلانوي.

د ولسمشر بایډن پلان شوې پالیسي به په ټوله امریکا کې څلور میلیونه او دوه لکه فدرال کار کوونکي چې په کې پوځیان هم شامل دي تر پوښښ لاندې راولي.

تر دې یوه ورځ مخکې د نیویارک چارواکو ویلي چې دولتي کار کوونکي باید د سېپټمبر تر لومړیو پورې واکسینونه ولګوي یا هره اوونۍ د کووېډ-۱۹ ټېسټونه وکړي.

د نیویارک والي انډریو کوومو چې د کالیفورنیا او نیویارک ښار لپاره د واکسینونو یا ټېسټونو په تړاو پالیسیانې تعقیبوي په نیویارک کې په سیمه ییزو چارواکو غږ وکړ چې دا مساله جدي ونیسي.

جمهور رییس جو بایډن
جمهور رییس جو بایډن

خصوصي شرکتونو، د روغتون مدیرانو او په ټول هېواد کې پوهنتونونو هم په دې وروستیو میاشتو کې د واکسین مقررات وضع کړي.

په لږ تر لږه اتلسو ایالاتونو کې چې مشران یې جمهوریپاله دي، د حکومت له دې پالیسیو سره ځینې مخالفتونه هم کېږي. د دغو ایالتونو مشرانو د واکسین د پاسپورټونو ویش یا عامه ادارو کې د واکسین یا ټېسټونو د ثبوت وړاندې کول منع کړي.

د ټنکالوژۍ لویو شرکتونو فیسبوک او ګوګل هم په دې وروستیو کې اعلان کړی چې که کارونه بېرته له دفتره پیلیږي باید ټول کارکوونکي واکسین ولګوي.

د واکسین په تړاو مقررات غالباً د یو شمېر هغو خلکو او جمهوري غوښتونکو له مخالفتونو سره مخ دي چې اندېښمن دي دا مساله یې ازادۍ محدودوي.

د امریکا متحده ایالاتونه په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا د مثبتو قضیو او د مړینو د ډېرې کچې په حساب په اول سره کې دی.

په دغه هېواد کې د جانز هاپکېنز او نورو بنسټونو د رسمي شمېرو له مخې په کرونا د اخته خلکو شمېر څلور دېرش میلیونه او شپږ لکه اویا زرو کسانو نه پورته شوی. له دې ډلې نږدې شپږ لک او دولس زره کسان مړه شوي.

په دغه هېواد کې بیا له ۳۴۲ میلیونه ډېر د کرونا واکسینونه لګول شوي. په دې سره د هغو کسانو فیصدي چې د واکسینو په شرایط برابر دي یعنې عمرونه یې له ۱۲ پورته دي نږدې شپېتو فیصدو ته رسیږي.

فیسبوک او ګوګل اعلان کړی چې که کارونه بېرته له دفتره پیلیږي باید ټول کارکوونکي واکسین ولګوي.
فیسبوک او ګوګل اعلان کړی چې که کارونه بېرته له دفتره پیلیږي باید ټول کارکوونکي واکسین ولګوي.

په ټوله نړۍ کې بیا د کرونا مثبتې پېښې بیا نږدې ۱۹۶ میلیونو ( ۱۹۵،۹۷۲،۲۳۵) ته رسیدلي چې له ډلې یې څه باندې څلور میلیونه او یو لک اووه اتیاه زره ( ۴،۱۸۷،۴۴۶) کسان مړه شوي.

سره له دې چې د کرونا نوې بڼې ډېلټا په ګڼو هېوادونو کې یو وار بیا ستونزې را ولاړې کړي، خو د واکسینونو کچه هم ورځ تر بلې مخ په لوړېدو ده.

دم ګړۍ (۳،۹۶۷،۳۰۵،۸۲۱ ) څه باندې درې میلیارده او نهه سوه اووه شپېته میلیونه ډوزه واکسینونه پر خلکو تطبیق شوي دي.

که څه هم یو شمېر شتمنو هېوادونو د کرونا لږ تر لږه یو ډوز لګولی او ځینو یې بیا ان دوه ډوزونه هم بشپړ کړي، خو د روغتیا نړیوال سازمان د اندېښنو له مخې د واکسینونو د غیر عادلانه ویش او تمویل په خاطر په ځینو بې وزلو هېوادونو کې د واکسین کړو شمېر شااوخوا یو فیصده ده.

د روغتیا نړیوال سازمان له ټولو بډایه هېوادونو غوښتي چې بې وزلو هېوادونو ته دې هم د واکسینونو په رسولو کې مرسته وکړي.