نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
ستاسو غږ
په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه
نن او وضعیت
د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه
مرتضوي له حقاني سره تر لیدنې وروسته: په تیر وضعیت کې باید ګیر نشو
په فرهنګي چاورکې د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني مشاور شاه حسین مرتضوي د طالبانو د حکومت له یو جګپوړي غړي انس حقاني سره کتلي، خو دا یې ندي ویلي چې په تېرو لسو میاشتو کې دننه په افغانستان کې و او که بهر.
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
چین وایي د تایوان د خپلواکۍ د مخنیوي لپاره به تر پایه مبارزه وکړي
د چین د دفاع وزیر د یکشنبې په ورځ په ټینګار سره وویل چې چین به د تایوان د خپلواکه کیدو د مخنیوي په مقصد «تر پایه پورې مبارزه وکړي».
کونړ کې د ماین چاودنې یو تن وژلی او څلور نور یې ټپیان کړي
د کونړ ولایت مرکز اسعد اباد کې پر یو رنجر موټر د چسپکي ماین چاودنې یو طالب سرتیری وژلی او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر پيل شو
طالب چارواکي وايي، له افغانستان څخه سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهی پيل شو.
اروپایي هیوادنو ختیځې اروپا کې د ناټو د حضور ډیریدل غواړي خو روسیې د ځواب خبرداری ورکړی
پداسې حال کې چې د مرکزي او ختیځې اروپا نهو هیوادنو له ناټو غوښتي چې په ختیځې اروپا کې دې خپل حضور ډیر کړي خو روسیې خبرداری ورکړی چې په پولینډ کې د ناټو د ځواکونو ځای پر ځای کیدو ته به ځواب ووایي.
د ونزویلا او ایران مشرانو د همکارۍ ۲۰ کلن تړون لاسلیک کړ
د ونزویلا مشر نیکولاس مدورو او د ایران سخت دریځ جمهور رئیس ابراهیم رئیسي شنبه جون ۱۱ (غبرګولي۲۱) د اقتصادي، نظامي، تیلو او پترو کیمیاوي موادو په برخې کې د همکارۍ شل کلن تړون لاسلیک کړ.
بایډن: د سعودي عربستان د سفر په هکله مې لا پریکړه نده کړې
د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن وایي لا یې هم سعودي عربستان ته د سفر کولو پریکړه نده کړې.
سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
طالبان: تخار کې مو داعش جنګیالي وژلي، مقاومت جبهه، دا پيښه داعش سره ربط نلري
د طالبانو یو ویاند د شنبې په ورځ جون ۱۱ (غبرګولې ۲۱) ادعا وکړه چې د هغوی جنګیالیو د تخار ولایت په مرکز تالقان کې د داعش اته غړي وژلي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددې خبر په منلو سره امریکا غږ ته وویل:" نن ناوخته په تالقان کې د داعش د فتنه جوړونکي ډلې اته غړي په خپل یو پټنځای کې له منځه یوړل شول او وسلې او مهمات یې ترلاسه شول." خو د ملي مقاومت د جبهې ویاند علي میثم نظري بیا امریکا غږ ته وویل چې"دا قضیه داعش سره هیڅ ارتباط نلري. یو مولي صاحب چې له څه مودې یې اختلافات له طالبانو سره زیات شوی وو، نن یې په تالقانو کې د دستاربندي په مراسمو کې ګډون کړی وو او غوښتل یې چې وینا وکړي خو طالبانو یې مخه ونیوله او خلکو قیام وکړ." د مقاومت جبهې د ویاند په وینا، په دې نښته کې خلکو او طالبانو ته مرګژوبله اوښتې ده، خو د وژل شویو او ټپیانو په اړه یې څه ونه ویل. خو هغه معلومات چې امریکا غږ له تخار ولایت څخه ترلاسه کړي ویل کیږي چې دا نښته په سیمه ایزو وخت له غرمې وروسته په ۲:۳۰ دقیقو پیل شوه او له امله یې د طالبانو د استخباراتو ۱۲ غړي او اوه ملکي کسان ووژل شول. ددې سرچینې په وینا، په دې نښته کې د طالبانو د مخالف لوري اوه غړي هم وژل شوي او یو تن یې د طالبانو له خوا نیول شوی دی. طالبانو تر اوسه په دې پيښه کې د خپلو تلفات په اړه څه ندي ویلي.
سوریه کې د ماین چاودنې ۱۱ کسان وژلي
د جګړې د څار یو بنسټ د شنبې په ورځ جون ۱۱ (غبرګولې ۲۱) وویل چې د سوریې په جنوبي دارا ښار کې پر یو موټر د ماین د چاودنې له امله ۱۱ کسان وژل شوي او په لسګونه نور ټپیان شوي دي. د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ زیاته کړې چې د یو شمیر ټپیانو صحي وضعیت خراب ښودل شوی دی. یاد بنسټ زیاته کړې:"په چاودنه کې له ۱۶ کلونو څخه ښکته د پنځو ماشومانو او دریو میرمنو په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي او کابو ۳۴ نور ټپیان شوي دي." د سوریې رسمي خبري اژانس سانا ویلي دي چې اکثریت قربانیان هغه کارګران وو چې د غنمو د راټولولو په کروندو کې یې کار کاوه. په بریټانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان چې په سیمه کې له پراخو سرچینو سره اړیکې لري ویلي دي چې له دې سره په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په سوریه کې د چاودیدونکو توکو له امله د وژل شویو کسانو شمیر ۱۲۴ ته لوړ شوی دی. د سړکونو په غاړو او ان ودانیو کې چاودیدونکي د جګړې د ټولو اړخونو له خوا د کابو یوې لسیزې جګړې له امله چې په زرګونه ملکي کسان پکې مړه او ټپیان شوي دي، پاتې دي. د ملګرو ملتونو د راپو له مخې، د سوریې کابو نیمایي وګړي په داسې سیمو کې ژوند کوي چې ناچاودیدونکي توکي پکې دي. د ماینونو د څار بنسټ په وینا، سوریه په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د چاودیدونکو توکو او ماینونو د تلفاتو د لوړ رقم په برخه کې له افغانستان څخه مخکې شوه او ۲۷۲۹ کسان مړه او ټپیان شوي دي. یاد بنسټ څرګنده کړې چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په سوریه کې د چاودیدونکو توکو له امله ۲۴۱ ملکي کسان ووژل شول او ۱۲۸ نور ټپیان شول. د اټکلونو له مخې، په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د سوریې د جګړې له پیل څخه رادپیخوا کابو نیم میلیون کسان کسان وژل شوي او په میلیونونه نور ټپیان شوي دي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱