ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


کاناډا د امریکا په غوښتنې ۱۰۰۰ افغان کډوال مني

سرچېنې وایي د کاناډا حکومت پلان لري شاوخوا ۱۰۰۰ هغه افغان کډوال پدې هیواد کې ومني چې د طالبانو د راتګ څخه وروسته یې هیواد پریښی او اوس په عربي متحده اماراتو کې د کډوالو په کمپ کې پراته دي.

10.09.2022 امریکا غږ

امریکا د ایران د اطلاعاتو په وزیر بندیزونه ولګول

د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر د جمعې په ورځ د سپټمبر په اتمه (وږي ۱۸) د ایران د اسلامی جمهوریت د اطلاعاتو وزیر اسماعیل خطیب او د هغه هیواد د اطلاعاتو وزارت د امریکا او د هغه د متحدینو پر ضد د سایبري اقداماتو له کبله تحریم کړل.

09.09.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

09.09.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

09.09.2022 امریکا غږ

ستاسو غږ

په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه

09.09.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه

09.09.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

09.09.2022 امریکا غږ

د حایل اونیزه خپرونه

په دغه تلویزیوني خپرونه کې د بېلابېلو اړخونو سره په مخامخ، ژورو او تودو بحثونو کې د افغانستان، سیمې، او نړۍ مهم سیاسي، امنیتي، اقتصادي، او ټولنیز موضوعات څېړل کېږي. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.

09.09.2022 امریکا غږ

زیلینسکي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په خپله ورځنۍ وینا کې وویل چې هغه او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ کیف ته د ښاغلي بلینکن د یو نااعلان شوي سفر په ترڅ کې د یو تروریستي هیواد په توګه د روسیې د نومولو په ګډون په بیلابیلو موضوعاتو خبرې وکړې.

09.09.2022 امریکا غږ

له زده کړو د نجونو د محرومولو له امله پر طالبانو د انتقادونو دوام

افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري په دغه هیواد کې د شپږم ټولګي څخه د نجونو پورته ښوونځیو کې له زده د نجونو په محرومیدو انتقاد کړی دی.

09.09.2022 امریکا غږ

طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د کانکور د ازموینې نیټه اعلان کړه

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی چې د دولسم ټولګیو د فارغانو څخه به د کانکور ازموینه د روان ۱۴۰۱ لمریز کال د تلې د میاشتې په نیمايي کې په ټولوولایتونو کې واخیستل شي. خو دغه وزارت دا نه دي ویلي، چې نجونې به هم کانکور کې ګډون وکړي او که نه.

09.09.2022 امریکا غږ

احمدشاه مسعود تلین؛ مقاومت جبهې طالبانو په خلاف د مبارزې په دوام ټینګار کړی

د طالبانو د حکومت په خلاف د "افغانستان د ملي مقاومت جبهې" د قومندان احمدشاه مسعود د ۲۱ تلین په مناسبت په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې افغانستان یو ځل بیا د" نړیوالوتروریستانو" تر اشغال لاندې راغلی او د طالبانو د حکومت پر وړاندې یې د مقاومت په دوام ټینګار کړی دی.

09.09.2022 امریکا غږ

اردوغان: ترکیې د داعش جګپوړی غړی نیولی

جمهور رئیس رجب طیب اردوغان وایي ترکي ځواکونو د اسلامي دولت یا دعش ډلې جګپوړي "اجرائیوي مشر" نیولی.

09.09.2022 امریکا غږ

جرمني کې دوه تنه د چاقو په برید کې ټپي شوي ؛ برید کوونکی وژل شوی

په جرمني کې پولیس وایي یو بریدګر د نورمبیرګ ښار سره نږدې دوه کسان پداسې حال کې په چاقو وهلي او ټپي کړي چې د برید کولو پر وخت یې د "الله اکبر" نعرې وهلې.

09.09.2022 امریکا غږ

سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

09.09.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more