د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه
د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
د ترکیې د ولسمشرۍ او پارلماني انتخابات د اردوغان برخلیک ټاکي
په ترکیه کې نن یکشنبه مۍ ۱۴ (غوايي۲۴) د ولسمشرۍ او پارلماني انتخابات پيل شول او دا انتخابات به د برحاله ولسمشر رجب طیب اردوغان، چې څو لسیزې په واک کې دی، برخلیک وټاکي.
روسیه وايي، د اوکراین په ختیځ کې یې د پوځ دوه قوماندانان وژل شوي
روسیې د یکشنبې په ورځ مۍ ۱۴ (غوایي ۲۴) وویل چې دوه پوځي قوماندانان یې د اوکراین په ختیځ کې د باخموت په لومړۍ کرښه کې په جګړه کې وژل شوي دي.
امریکايي او قطري لوړ پوړو چارواکو د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړي
د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه هیواد صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر انتونی بلینکن سره په یو ټیلیفوني اړیکه کې د افغانستان په روانو حالاتو خبرې کړي دي.
د رایې ورکونې پر شرایطو برابر افغانان د ترکیې په ټاکنو کې برخه اخلي
د ترکیې ټاکنو د عالي شورا د ټاکنیزجدول له مخې د یکشنبې په ورځ مۍ ۱۴(ثور۲۴) ددغه هیواد د جمهوري ریاست او پارلماني ټاکنې هممهاله ترسره کیږي او ټاکل شوې، چې په دغو ټاکنو کې به د رایې ورکونې په شرایطو برابر یو شمیر افغانان هم خپله رایه وکاروي.
امریکا د اسرئیل او اسلامي جهاد ډلې تر منځ د اوربند هرکلی وکړ
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په غزې کې د اسرائیل او اسلامي جهاد د ډلې تر منځ اوربند کیدو هرکلی کړی.
د پاکستان یو امنیتي مرکز کې د یرغمل نیونې 'پېښه کې ۱۳ تنه وژل' شوي
پاکستاني چارواکو شنبه مې ۱۳ (غوایي۲۳) وویل چې د بلوچستان په ولایت کې د "ترهګرو" سره په جګړې کې ۶ سرتیري او یو ملکی وژل شوی.
عمران خان په ټول هیواد کې د مظاهرو غوښتنه کړې
د پاکستان مخکني صدراعظم عمران خان تر خوشې کیدو یوه ورځ وروسته پخپلو پلویانو غږ کړی چې په ټول هیواد کې مظاهرې وکړي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
سپینې خبرې
د قطر صدراعظم په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د لومړي ځل لپاره دغه هېواد ته سفر وکړ او په کندهار کې یې د دغې ډلې له لوړ پوړو چارواکو سره وکتل. په داسې حال کې چې قطر د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی، ایا د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره به د دغه هېواد هڅې اغېزمنې وي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
د اشنا د شنبې خبري خپرونه
د امریکاغږ اشنا د شنبې په خبري خپرونه کې دامطالب ګورئ: په کندهار کې د طالب مشرانو سره د قطر د صدراعظم لیدنه، په امریکا کې د کرونا وبا د بیړني وضعیت تر ختیمدو وروسته د کډوالۍ ستونزو ته کتنه، او پاکستان کې د ځینو ناروغیو د درملنې لپاره د یو ډول غوړیو د استعمال په اړه رپوټ.
جرمني اوکراین سره د ۲.۷ میلیارډه یورو په ارزښت پوځي مرسته اعلان کړه
د جرمني د دفاع وزارت نن شنبې د مې ۱۳ (غوايي ۲۳) له اوکراین سره د ۲.۷ میلیارد یورو په ارزښت د وسلو مرسته اعلان کړه کوم چې پر اوکراین د روسیې تر پوځي یرغل وروسته د پوځي مرستو لویه بسته ګڼل کیږي.
یوه موضوع، څو زاویې
د یوه موضوع او څو زاویې په خپرونه کې دا موضوعات شامل دي: د بې پولي خبریالانو د ټولنې په تازه کلني راپور کې په ۷۰ هیوادونو کې د مطبوعاتو د ازادۍ فضا ستونزمنه ښودل شوې. په دغه فهرست کې ناروې لومړی مقام، شمالي کوریا وروستی مقام او افغانستان ۱۵۲ ځای لري. د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې په تېر یو کال کې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالي او د هغوی توقیفول زیات شوي او لږترلږه ۷۰ خبریالان نیول شوې دي.