زیلینسکي: د روسیې د ځواکونو پر ضد ځوابي عملیات روان دي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د شنبې په ورځ جون لسمه (غبرګولي ۲۰) وویل چې د روسیې د ځواکونو پر ضد ځوابي عملیات روان دي، خو د نورږ جزیاتو له ورکولو یې ډډه وکړه.
د اشنا د شنبې خبري خپرونه
د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.
یوه موضوع، څو زاویې
د دې اونۍ د یوه موضوع او څو زاویې په خپرونه کې سره له دې چې د طالبانو حکومت د کوکنارو په کرکیلې بندیز لګولی، خو د اقتصادي ستونزو له امله بیا هم د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې کروندګرو کوکنار کرلي دي. په نشه یې توکو یو شمیر روږدې وایي، بې روزګاري د دې لامل شوی چې تر درملنې وروسته بیا ځلې په نشو اخته شي.
بو علی سینا
د روغتیا او طبابت د ډګر نوې پرمختیاوې، د تر ټولو عصري طبی وسایلو او د درملنې پرمختللې لارې چارې، د نامتو ډاکترانو او د روغتیا د څانګې د کارپوهانو سره مهمې مرکې، په افغانستان کې روغتیایي ستونزو ته ژوره کتنه، پر مخدره موادو د اعتیاد نه نیولې د ماشومانو تر ګوزڼ پوری روغتیايې ستونزې او د حل د لارو چارو لټون، دا ټول کولای شئ د امریکا غږ په نوې روغتیایي ځانګړې خپرونې بو علی سینا کی تعقیب کرئ.
امنیت شورا: افغانستان او سیمه کې د تروریزم ګواښ مخ په زیاتیدو دی
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمیټې د تحلیل او څارنې ډلې د افغانستان د وضعیت په اړه په یوه تازه راپور کې د طالبانو د حکومت پالیسو ته کتنه کړې او ویلي، چې طالبان د " ۹۰ لسیزې انحصاري سیاستونو" ته ستانه شوي دي.
د افغانستان معترضي ښځې نړۍ ته: د افغان میرمنو تر څنګ ودریږئ
د افغان میرمنود اعتراضي خوځښتونو ایتلاف د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره په ټولنیزو رسنیو کې د کمپاین په پیلولو سره د نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغان میرمنو په څنګ کې ودریږي.
افغانستان کې د داعش – خراسان څانګې مشر وژل کیدو خبر ورکړل شوی
د طالبانو او پاکستان استخباراتي چارواکو امریکا غږ ته تائید کړې چې د داعش – خراسان څانګې مشر په روانې اوونۍ کې په افغانستان کې وژل شوی.
ټرمپ د محرمو اسنادو په قضیې کې رسماً تورن شو
فدرالي څارنوالانو جمعه جون ۹ (غبرګولي۱۹) د متحده ایالاتو پخوانی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ رسماً پدې تورن کړ چې د سپینې ماڼۍ څخه تر وتلو وروسته یې د دفاعي او اتومي چارو په هکله په لوړه کچه محرم معلومات د ځان سره ساتلي و.
بوریس جانسن د پارلمان د غړیتوب څخه استعفا وکړه
د برتانیې پخواني صدراعظم بوریس جانسن جمعه جون ۹ (غبرګولي۱۹) د دې هیواد په پارلمان کې د خپل غړیتوب څخه استعفا وکړه او ادعا کوي چې د سیاسي مخالفینو لخوا په ناسمه توګه ملامت کیدو دې کار ته اړ کړ.
سپینه ماڼۍ: روسیه هڅه کوي ایراني ډرون الوتکې په خپله خاوره کې تولید کړي
سپینه ماڼۍ وايي چې روسیې نه یوازې له ایران څخه سلګونه بې پیلوټه الوتکې ترلاسه کړي، بلکې هڅه کوي چې د ایران په همکارۍ په خپله خاوره کې د دغو بې پیلوټه الوتکو تولید پیل کړي چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکاریو د ژورېدو نښه ده.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
بایډن او سوناک: پاکه انرژي او نوې تکنالوژي د ملي امنیت لپاره خورا مهم دي
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک د پنجشنبې په ورځ جون اتمه (غبرګولي ۱۸) د "اتلانټیک اعلامیې" باندې د موافقې خبر ورکړ.
د حایل اونیزه خپرونه
په دغه تلویزیوني خپرونه کې د بېلابېلو اړخونو سره په مخامخ، ژورو او تودو بحثونو کې د افغانستان، سیمې، او نړۍ مهم سیاسي، امنیتي، اقتصادي، او ټولنیز موضوعات څېړل کېږي. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.