ملګري ملتونه: په سوریې کې د وسله والو ډلو لخوا د ماشومانو ګمارل مخ په زیاتیدو دی
په وسله والو شخړو کې د راګیرو ماشومانو په اړه د ملګرو ملتونو یو تازه راپور وايي چې، د سوریې په ډېرو برخو کې د جګړو او نښتو له کمېدو سره سره په دغه هېواد کې د وسله والو ډلو له خوا د سرتیرو په توګه د ماشومانو ګمارل په پرله پسې ډول زیات شوی دی.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
د اشنا د چهارشنبې خبري خپرونه
د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.
ترکیه د سویډن سره په ناټو کې د غړیتوب په اړه خبرې کوي
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، د ترکیې او سویډن لوړپوړي ډیپلوماتان به سبا د پنجشنبې په ورځ د ناټو په مرکزي دفتر کې سره وویني ترڅو په دې تړون کې د شاملیدو لپاره د سټاکهولم د وړاندیز په اړه خبرې وکړي.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
جرمني میشتي یو شمېر افغانان وايي د افغان سفارتونو او کابل ترمنځ نه همکارۍ یې ستونزې زیاتې کړي
په جرمني کې میشت یو شمېر افغانان وايي، په دغه هېواد کې د افغانستان د سفارت او کابل تر منځ د همکارۍ نشتوالي د دوی قونسلي چارې سختې کړي او لګښتونه یې زیات کړي دي.
ځانګړې مرکه
په افغانستان کې د ناټو د پخواني ملکي استازی نیکولاس کې سره مرکه لرو. ښاغلی کې وايي چې طالبان د یوه نیمګړي جوړجاړي له لارې واک ته رسېدلي او څه چې یې د افغانانو، په ځانګړي ډول مېرمنو په حق کې روان کړي، یوه تراژیدي ده.
د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له بند څخه د مطیع الله ویسا د خوشې کیدو غوښتنه کړې
د بخښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا د طالبانو له حکومت څخه پرته د قید او شرط او ځنډ د قلم لار د ټولنې مشر او د نجونو د زده کړو د ملاتړې مطیع الله ویسا د خوشې غوښتته کړې ده.
کاملا هریس او خاوند یې د لومړي ځل لپاره سپینې ماڼۍ کې د مسلمانانو سره لوی اختر لمانځي
د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې چې سه شنبه جون ۲۷ (چنګاښ۶) د واشنګټن پر وخت د شپې ناوخته خپره شوې، راغلي چې د لومړي ځل لپاره سپینه ماڼۍ کې د جمهور رئیس مرستیاله کاملا هریس او خاوند یې ډوګلاس ایمهوف د مسلمانانو د ټولنې استازو سره لوی اختر لمانځي.
پاکستان او آی ایم ایف د پور پر سرموافقې ته نږدې شوي
د پیسو د نړیوال وجهي صندوق یوې جګپوړې چارواکې سه شنبه جون ۲۷ (چنګاښ۶) د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف سره خبرې کړي او داسې معلومیږي چې دې هیواد ته سره چې د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، د ۶ ملیارد ډالرو مالي مرستو پر سر موافقې ته نږدې شویدي.
امریکا روسیې ته اجازه ورکړې په دربست شوې الوتکې کې خپل دیپلوماتان ولیږدوي
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت سه شنبه جون ۲۷ (چنګاښ۶) وویل چې روسیې ته یې اجازه ورکړې یوه دربست شوې الوتکه واشنګټن ته واستوي تر څو خپل هغه دیپلوماتان بیرته هیواد ته ستانه کړي چې په سفارتونو او نورو سیاسي استازولیو کې یې ماموریتونه پای ته رسیدلي دي.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
د سودان په پایتخت کې د اختر په شپې سختې جګړې شوي
د سودان په پایتخت خرطوم کې سه شنبه جون ۲۷ (چنګاښ۶) د شپې ناوخته هغه وخت سخته جګړه پیل شوه چې نیمه پوځي ملیشو د ښار د پولیسو مرکزي قرارګاه ونیوله.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
پاکستان تذکره لرونکي افغانان د تورخم په دروازې پرېږدي - چارواکي
د پاکستان حکومت د تحقیقاتي ادارې چارواکي وايي د یکشنبې ورځې راهېسې یې شاوخوا ۳۰زره افغانانو ته اجازه ورکړې چې په تذکرې باندې د تورخم په دروازې واوړي.