ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


میانمار کې له پوځي کودتا وروسته ۶۰۰۰ ولسي خلک وژل شوي- راپور

د "اوسلو د سولې تحقیقي انستیتوت" نن سه شنبه جون ۱۳ (جوزا۲۳) په خپل یو راپور کې وویل چې په میانمار کې د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ د میاشتې له پوځي کودتا وروسته تر دې دمه څه باندې ۶۰۰۰ ولسي خلک وژل شوي دي. د دغه راپور یو چمتو کوونکي سټین تونیسون په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «زموږ معلومات ښيي چې انساني تلفات تر هغه زیات دي چې مخکې یې په اړه راپور ورکړل شوی و، جنتا [پوځ] اصلي قاتله ده، خو د جنتا د مخالفو ځواکونو لاسونه هم په ډېرو وینو ککړ دي.» په راپور کې ویل شوي دي چې د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه نیولې د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر تر ۳۰ نېټې پورې، د «سیاسي عواملو» له کبله ۶۳۳۷ کسان وژل شوي او ۲۶۱۴نور ژوبل دي. دا شمېر تر هغه ډېر زیات دي، چې نړیوالو سازمانونو او نورو خپرې کړې وې. راپور وايي چې رژیم [پوځ، پولیس او ملېشه] د ۳۰۰۳ کسانو په وژلو کې دخېل دی او ۲۱۵۲ نور کسان د مخالفو وسله والو ډلو له لوري وژل شوي دي. همدغه راز په راپور کې ویل شوي دي چې ۱۱۷۰ کسان د ناڅرګندو عاملینو له لوري وژل شوي او ۱۲ تنه نور بیا د داسې خلکو له لوري وژل شوي چې نه د رژیم او نه د رژیم مخالفین دي. راپور وايي: «د تلفاتو شمېر تر هغه ډېر زیات دی چې په مطبوعاتو کې خپور شوی دی، او دا هم یو اټکل دی چې د باوري رسنیو د راپورونو په اساس برابر شوی دی. اصلي شمېره به ځکه لوړه وي چې د ډېرو وژنو په اړه راپور ورکړل شوی نه دی.» په میانمار کې پوځ په ۲۰۲۱ کال کې کودتا وکړه او د ان سان سوچي په مشرۍ یې منتخب دموکراتیک حکومت ړنګ کړ. له هغه وروسته د راپورونو په اساس، پوځ د سیاسي مخالفانو ځپل پیل کړي او په سیمه کې د بشري حقونو د څار د یوې ډلې د معلوماتو په اساس څه باندې ۲۳۰۰۰ کسان یې نیولي دي. په همدې حال کې ملګرو ملتونو د میانمار پوځ غندلی دی چې په توپان کې اېسارو شاوخوا یو میلیون خلکو ته یې د بشري مرستو د رسولو مخه نیولې ده. ملګري ملتونه وايي چې پوځ سیمې ته سفرونه ځنډولي دي. تېره میاشت په میانمار او بنګله دېش کې سخت توپانونه او بارانونه وشول چې د چارواکو په وینا په میانمار کې یې لږ تر لږه ۱۴۸ کسان یې ووژل. توپان د راخین په ایالت کې د روهینګیا خلکو کمپونو هم ځپلي دي، دغلته د پوځ له عملیاتو وروسته لسګونه زره خلک په سرپناو کې ځای په ځای شوي دي او میلیونونه نور یې ګاونډي بنګله دېش ته تښتېدلي دي.

13.06.2023 امریکا غږ

بنګله دېش د افغانستان سره ټیست لوبې کې د خپلو ځینو لوبغاړو په اړه اندېښمن دی

بنګله دېش وايي لا تراوسه معلومه نده چې پرانیستونکي توپ وهونکی تمیم اقبال د افغانستان پروړاندې ټیسټ لوبې دپاره د روغتیا له پلوه چمتو دی او که نه.

13.06.2023 امریکا غږ

یو سمندري توپان د پاکستان د ساحل په لور روان دی

د پاکستان د طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې چارواکو د سه شنبې په ورځ جون ۱۳ (غبرګولي ۲۳) وویل یو سمندري توپان چې ۱۸۰ کیلومتره پر ساعت چټک باد ورسره دی، د ساحلي ښار کراچۍ څخه ۴۷۰ کیلومتره لیرې د ځمکې لور ته په حرکت کې دی 

13.06.2023 امریکا غږ

طالبان: د مس عینک ساحې څخه د لرغونو اثارو انتقال وروسته به د کان سپړل پیل شي

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د ددغه وزارت د سرپرست او د (MCC) په نوم د چینايي شرکت د چارواکو ترمنځ په کتنه کې د لوګر د عینک د مسو د کان د سپړلو د کار په اړه د یوې موافقې خبر ورکړی دی.

13.06.2023 امریکا غږ

ایران وايي طالبانو سره د هلمند د اوبو د حقابې په سر په نویو اقداماتو موافقه شوې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د هلمند د سیند د اوبو د حقابې په مسله د کابل او تهران ترمنځ په خبرو کې پرمختګ خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دواړو خواو موافقه کړې، چې په دې برخه به مثبت او نوي ګامونه واخلي.

13.06.2023 امریکا غږ

طالبانو په کابل کې د ودونو په تالارونو کې موسیقي بنده کړه

د طالبانو د حکومت د امر بالعمروف او نهي عن المنکر وزارت په کابل کې د ودونو تالارونو ته امر کړی چې په ودونو او د خوښۍ نورو مراسمو کې د موسیقي خپرول بند کړي.

13.06.2023 امریکا غږ

بلینکن: د افغان همکارانو بیا میشت کیدو لپاره پخپلې ژمنې ولاړ یو

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وایي د جمهور رئیس جو بایډن حکومت د افغان همکارانو د بیا میشت کیدو او ځای بدلولو لپاره پخپلې هغې ژمنې ولاړ دی چې د افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته یې کړې وه.

13.06.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

13.06.2023 امریکا غږ

ملګري ملتونه: نړۍ کې د کارګرو ماشومانو شمیر مخ په ډیریدو دی

د کار او کارګر نړیوال سازمان پخپل تازه راپور کې ویلي چې په ټولې نړۍ کې شاوخوا ۶۰ ملیونه کارګر ماشومان شته دي او په نړۍ یې غږ کړی چې د کار لپاره د ماشومانو څخه د ګټې اخیستو له منځه وړلو لپاره چټک اقدامات وکړي.

13.06.2023 امریکا غږ

امریکا پنځه کاله وروسته بیا له یونیسکو سره یو ځای کېږي 

د ملګرو ملتونو فرهنګي او علمي ادارې [یونیسکو] نن دوشنبه جون ۱۲ (جوزا۲۲) وویل د امریکا متحده ایالتونه پلان لري چې د روان کال د جولاۍ په میاشت کې بېرته له دغه سازمان سره یو ځای شي.

12.06.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

12.06.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

12.06.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

12.06.2023 امریکا غږ

سویډن د 'پي کی کی یو غړی ترکیې' ته ستنوي 

سویډن د دوشنبې په ورځ جون ۱۲ (جوزا ۲۲) موافقه وکړه، چې هغه ترکي تبعه چې د نشه يي توکو په قاچاقو تورن او ځان د پي کی کی غړی بولي، ترکیې ته ستون کړي. 

12.06.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

12.06.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more