د امریکا په کالیفورنیا کې طوفان د واټونو او ښوونځيو د تړلو سبب شو
د امریکا د کالیفورنیا په ایالت کې د هیلري استوايي طوفان او سختو اورښتونو له امله سړکونه، ښوونځي او هټۍ تړل شوي دي.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
د افغانستان د سینما او تیاتر مشهور ممثل عبدالاحمد خاکسار ومړ
د افغانستان د سینما، تیاتر او ټلویزیون مشهور ممثل، عبدالاحمد خاکسار، تېره شپه د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۷۵ کلونو په عمر د کابل په یو روغتون کې د ژوند پور پرې کړ.
د اشنا د دوشنبې خبري خپرونه
نن د امریکا غږ اشنا تلویزیون په خبري خپرونه کې د خپرونې د مېلمه سره د طالبانو پوځي وړتیاوې راسپړو. په کابل کې د معترضو مېرمنو د اعتراضونو پر دوام رڼا اچوو. او د نورو نړیوالو خبرونو تر څنګ، د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبډلو ترمنځ د سیالیو د لړۍ په تړاو چې سبا ته پیلیږي رپوټ لرو او په آخر کې به په کلفورنیا کې د میشتو افغانانو غږ درواوروو چې د خپلواکۍ د ورځې د نمانځنې پر مهال یې په افغانستان کې دننه د میرمنو سره خپل پیوستون اعلان کړی دی.
په کابل کې چاودنې دوه تنه ووژل
د طالبانو د حکومت چارواکې وايي، چې د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د ماین چاودنې دوه تنه وژلي دي.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
بایډن په اور کې د سوځېدلو سیمو د لیدلو دپاره هاوايي ته ولاړ
د امریکا ولسمشر جو بایډن او د هغه میرمن جیل بایډن د دوشنبې په ورځ اګست ۲۱ (زمري ۳۰مه) د امریکا هاوايي ایالت ته ولاړل چیرې چې په وروستیو ځنګلي اورونو کې لږ تر لږه ۱۱۰ کسان مړه شوي دي.
افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې یې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړی دی.
بابر اعظم: افغانستان سره لوبې جدي نیسو
د پاکستان د کرکټ ملي ټیم کپتان بابر اعظم وايي د افغانستان سره درې یو ورځنۍ لوبې جدي نیسي او د اسیا جام او نړیوال جام سیالیو ته د لوبغاړو په تیارولو کې ورسره مرسته کوي.
ایراني چارواکي: هلمند سیند کې د اوبو بهیر وچکالۍ له امله اغیزمن شوی
افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او کابل کې ددغه هیواد سفیر وايي، چې ایراني تخنیکي ټیم د هلمند د سیند د اوبو د کچې سنجولو له مرکز څخه د لیدنې وروسته په راپور کې ویلي، چې دغه سیند کې د اوبو کچه د وچکالۍ له امله د اباد کال پرتله کمه ده.
طالبان: شاوخوا اتو میلیونو ماشومانو د شري واکسین اخیستی دی
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په یو راپور کې ویلي، چې په تیر یو کال کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې اته میلیونه ماشومان د شري د ناروغۍ پر وړاندې واکسین شوي دي.
معترضو ښځو ادعا:طالبانو د ښځو یو غورځنګ اته غړې د نیولو څو ساعته وروسته بیرته خوشې کړي
د افغانستان د ښځو د یووالي او پیوستون په نوم د معترضو ښځو یو غورځنګ وايي، چې طالبانو د یکشنبې په ماښام ددغه غورځنګ اته تنه غړې د څو ساعتونو لپاره په توقیف کې د ساتلو وروسته بیرته خوشې کړي دي.
ټرمپ: ولس مې پیژني ؛ د جمهوري غوښتونکو په مباحثو کې برخه نه اخلم
د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ یکشنبه اګست ۲۰ (زمري۲۹) تائید کړه چې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د جمهوري غوښتونکو کاندیدانو په لومړنۍ مباحثې کې به برخه وانخلي.
قبرس کې ۸۶ کډوال د ډوبیدو څخه ژغورل شوي
په قبرس کې چارواکي وایي ۸۶ کډوال یې یکشنبه اګست ۲۰ (زمري۲۹) د مدیترانې په بحیرې کې چې کښتۍ یې د ډوبیدو د خطر سره مخ وه، ژوندي ژغورلي دي.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.